تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د امریکا د دفاع وزارت د سیګار د هغه راپور په غبرګون کې خپله دفاع کړې ده چې وايي، په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو په تړاو د معلوماتو راټولول او ورکول بند کړي دي.
پنټاګون په یو بیان کې ویلي، دا کار د دې لپاره شوی چې امریکا د افغان سولې د بهیر په پيلولو کې مرسته وکړای شي.
تېره ورځ سیګار ویلي وو چې په افغانستان کې اوس بهرني ځواکونه له طالبانو سره د سولې له هوکړې راوروسته د هغو بریدونو شمېر او معلومات پټوي چې طالبانو ترسره کړي دي.
په دې اړه امریکا د دفاع وزارت ویاند جوناتن هافمین ویلي، پرېکړه یې دا وه چې امریکا د افغانستا جګړې ته د بهتره حل رایستلو لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات ارایه کولو مخنیوی کاوه، خو نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا د طالبانو له اوسنیو پراخو بریدونو او سرعت څخه خوشاله نده.
هافمین ټینګار کړی چې تاوتریخوالی د منلو نه دی او دا د سیاسي حل په برخه کې مناسب کار ندی.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، امریکا او طالبانو د دوحې په دفتر کې یو ګډ د سوق او ادارې نظامي مرکز فعال کړی چې له هغه ځایه د القاعدې پر ضد عملیات رهبري کېږي.
همدا راز د بلیک واټر مشر ایریک پرینس په یو تازه بیان کې ویلي، چې امریکا د پټو توافقاتو په اساس طالبانو ته د بلیک واټر رول ورکړی دی او هغه جګړه له دې وروسته پر طالبانو ارزانه مخته بیول غواړي، چې د ټرمپ ادارې یې بلیک واټر ته ورکول غوښتل خو افغان حکومت یې مخالفت وکړ.