تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: د امریکا دفاع وزارت چارواکو د امریکا سنا جرګې ته ویلي، چې له طالابنو سره د سولې د تړون ابتدايي نتایج له ستونزو او ښیګڼو سره مله راروان دي او دغې ډلې د تاوتریخوالي د زیاتېدو تر څنګ د تړون په ځینو برخو عمل پيل کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر تېره ورځ د سنا جرګې ته ویلي، افراطیانو هوکړې ته په احترام پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو بریدونه درولي خو د تاوتریخوالي د کم ساتلو په فکر کې نه دي چې له همدې کبله د سختو او نرمو کرښو یو ځای ساتل ناممکن شوي دي، ځکه نو دوی هم ورسره جنګېږي.

مارک ایسپر دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې امریکايي ځواکونو تېره ورځ په هلمند کې د طالبانو پر یوه ډله هوايي برید وکړ او ویې ویل چې دغې ډلې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی و، ځکه دوی هم وځپل.

مارک ایسپر هم ویلي، چې د قطر د سولې تړون امریکايي پوځ ته اجازه ورکوي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي: (( ما په کابل کې هم له لوړ پوړو چارواکو سره هوکړه کړې ده چې موږ به د افغانانو دفاع ته هم دوام ورکوو.))

د امریکا د پوځ لوی درستیز بیا سنا جرګې ته ویلي، چې د طالبانو لخوا د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو بریدونه نه کېږي، په کابل کې هم هیڅ ډول لوی برید، موټر بم ځانمرګی او یا پر بهرنیو ځواکونو کوم برید نه دی شوی، خو په وینا یې چې واړه واړه بریدونه کېږي او هغه په کلي ډول ځپل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دریو ورځو راهیسې په ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، خو طالب ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی به د تاوتریخوالي د راکمولو بهیر ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *