تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د امریکا دفاع وزارت په غزني کې د خپلې راغورځېدلې الوتکه کې د هوايي ځواک د دوه وژل شویو افسرانو نومونه خپاره کړل.
د ګومکو ایګو اوسېدونکی ۴۶ کلن ډګرمن پالکی ووس او د نیو همپشایر د هډسن اوسېدونکی ۳۰ کلن تورن ریان ایس فانوف هغه دوه کسان دي چې امریکا یې په خپله الوتکه کې د وژل کېدو تصدیق کړی دی.
ووس په ورجینیا کې د هوايي ځواکونو په لیکو کې تر دې وړاندې خدمت کاوه او فانوب بیا د جنوبي ډکوټا ښار د هوايي ځواک په ۳۷مه قطعه کې دنده لرله.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د امریکا اي ای ۱۱ الوتکه دوی راغورځولې، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مک کنزي په سعودي عربستان کې خبریالانو ته ویلي، د دې هیڅ نښه نشته چې الوتکه دې ویشتل شوې وي، بلکې دا پېښه د هوا د خرابوالي له کبله شوې ده.
امریکا د غزني په ده یک کې د خپلې غورځېدلې الوتکې مړي او همدا راز توره بکسه ترلاسه کړې ده.
د روسیې استخباراتي سرچینو خبر ورکړی چې د غزنې په لویدلې الوتکه کې د امریکا د استخباراتي ادارې مخکښ غړی وژل سوی سرچینې وایي چې دغه استخباراتي غړی د مایکل اندریا په نوم د افغانستان عراق او ايران لپاره د امريکا د استخباراتي عملياتو مسئول مشر وو چې په لویدلې الوتکه کې غورزیدلی. دغه راز سرچینې وایې مایکل په افغانستان کې د اسامه او د ایران د قاسم سلیماني د وژلو په پلان برابرولو کې پوره لاس درلود یاده الوتکه تیره ورځ د طالبانو له خوا د افغانستان په غزني ولايت کې نسکوره سوه چې ویل سوي وو شپږ تنه پکې ووژل سول