میرویس جلالزی- تر ۱۲ زیات امریکايي پوځیان په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د حملې په تړاو د دسپلین یا اصولو په خلاف ورزیو تورن شول خو هیڅ یوه ته جنايي دوسیه نه ده پرانستل شوې.
په روغتون کې د ۴۲ تنو د وژل کېدو په وړاندې هیڅوک په بند محکوم شوی نه دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې د کندوز د پیښې په تړاو یې خپل یو شمر سرتیري تنبې کړي دي.
په کندوز ولایت کې تیر کال د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې، چې پر یوه روغتون تر سره شو، لږ تر لږه ۴۰ تنه افغان ډاکټران او ناروغان ووژل شول.
دغه برید د نوومبر میاشتې په لسمه هغه مهال وشو چې طالب وسله والو د کندور ښار په لور پرمختګ کاوه.
پر هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قوماندان جنرال کمپل ویلي ول چې دا برید یوه انساني تیروتنه وه چې کیدای شوای مخه یي ونیول شي.
د بي پولو ډاکټرانو دغه روغتون په کندوز ښار کې دننه پروت و چې د امریکايي ځواکونو په ادعا د طالبانو د یوه مرکز په ګومان یې پرې برید وکړ.
په دغه برید کې چې ۳۰ دقیقي یي دوام درلود د روغتون زیاتره برخه وسوځیده او هر څه پکې تباه شول.
افغان ځواکونو پر هغه مهال له امریکايي قواوو د طالبانو د پرمختګ د ډب کولو لپاره د هوايي او ځمکنیو مرستو غوښتنه کړې وه او امریکايي ځواکونو هم سیمې ته خپل هوايي او پلي قواوې واستولې خو سره له دې هم کندوز ښار د طالبانو لاس ته ولویده.
د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې دوی په دغه برید کې خپلو تر لسو ډیرو سرتیرو او افسرانو ته اداري مجازات اورولي دي.
د بې پولو ډاکټرانو ټولنې پر هغه مهال ویلي و چې دا برید یو جنګي جنایت دی.