د کابل پنځمه امنیتي حوزه چې د کابل غربي دروازه بلل کېږي او کابل ته د وردګو، غزني، هلمند، کندهار… ولایتونو د تګ یوازینۍ لاره ده؛ د تېرو څو کلونو په ترڅ کې له لوی ګواښ سره مخ ده، چې حکومت هېڅ وخت پام نه دی ورته کړی. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ډیری هغه لویې چاودنې چې په پلازمېنه کابل کې شوې دي، د ارغندۍ له لارې د کابل ښار پنځمې حوزې او له هغې وروسته د کابل نورو سیمو ته استول شوې دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه حوزه کې هدفي وژنې پیل شوې دي چې په لومړۍ ورځ دوه کسان چهاراهي قمبر ته څېرمه په څلوېښت متره سړک د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول، ورپسې جوخت په بله ورځ د کمپنۍ په سیمه کې یو بل ډګروال د ناپېژنده وسله والو له خوا ووژل شو چې د امنیتي چارواکو د بېغورۍ له کبله د دواړو پېښو لاملین په تېښته بریالي شول.                          

 تر دې وړاندې هم دې ته ورته ګڼ ټیټ پوړي چارواکي د دغه حوزې په ابرسانۍ، کمپنۍ، قرغه او عبدالعلي کلا په سیمو کې هدف ګرځول شوي او قاتلین یې ځکه په تېښته بریالي شوي چې امنیتي ځواکونه هلته هېڅ شتون او لاسرسی نه لري.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په سیمو کې د یادو پېښو زیاتوالی څو لاملونه لري. د کابل ولایت په ارغندۍ سیمه کې د کابل ښار امنیتي کمربند پروت دی، په دغه کمربند کې مسلکي پولیس نشته، پرمختللي امنیتي وسایل نشته، ټول موټرونه له تلاشۍ پرته په خورا اسانۍ کابل ښار ته راننوزي. د کابل ښار په یاده حوزه کې ډیری داسې کسان اوسیږي چې له طالبانو سره لاس لري، په خپلو کورونو کې وسله والو ته پټنځایونه برابروي او د خپلو جنایتونو د ترسره کولو لپاره شپه ورځ په همدې امنځایونو کې په کمین کې ناست وي؛ کشفي او امنیتي ارګانونه ویده دي او کله یې هم د یادو پیښو د تثبیت لپاره عملیات نه دي کړي.

دې ته ورته د یادې حوزې په سیمو کې د اوباشانو او لنډغرو ډلې ټپلې رامنځته شوې دي چې د استاد سیاف له نوم څخه په استفادې یې ځانونه وسله وال کړي او په هر ډول جنایي او جرمي پېښو یې لاس پورې کړی. دوی د دغه حوزې له پولیسو سره لاس لري او په ګډه غلا او چور کوي.

پورتنیو پېښو ته په پام سره، که د امنیتي ادارو مشران د یادې حوزې د امنیت ټینګښت ته پام ونه کړي، ښاري امنیتي کمربند پیاوړی نه کړي، چاڼبز عملیات و نه کړي او د اوباشانو مخه و نه نیسي؛ لیرې نه ده چې له دغې حوزې څخه د ارګ په شمول د کابل نورې سیمې له پخوا څخه په قوت تر برید لاندې ونیول شي چې بیا به یې مخنیو  خورا ستونزمن وي او کابل به له کنټروله وتلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *