زه شاعر نه یم خو د ښه شعر د لوستلو ذوق لرم. شعاري شعر هېڅ خوند نه راکوي خو هغه شعر چې ټولنیز مسائل پکې په کومیک او تراژيک ډول مطرح شوي وي، زما د علاقې وړ شعر دی.
که څه مم د پښتو شعر په ګلبڼ کې ځینې شاعران د فکر او خیال د پخوالي، د ژبې د رساتوب او شعر د موضوعاتي کیفیت له مخې د تنورو ونو په څېر ولاړ دي، ځینې نورو یې د ناجوګانو په څېر رسا او دنګ قامتونه کښلي دي. ګڼ نور د سنځلو او بادامو د ونو په څېر دي چې د نورسه غوټیو وږمو یې د پښتو ژبې چاپېرچل خوشبويه کړی دی.
خو د پښتو شعر د ګلبڼ په ښېرازه ځمکه باندې داسې ګلان هم شته چې نوي ټوکېدلي دي، د فکر او خیال غونچې یې وا شوي، د شعر قريحه یې روانه شوي او په خورا کمه موده کې یې د شعر او کلام د حسن وږمو او د جمال شغلو ټول چاپېریال پر سر اخيستی دی.
ګران ورور شاهنواز باقر هم د پښتو په ګلبڼ کې تازه ټوکېدلی ګلاب، ريدي او ببری دی چې له ټوکېدا سره سم یې د شعر مينه وال بلبلان د خپل کلام په سحر او خوشبویي کې نغښتې ساتلي دي.
ښاعلی باقر د ګران جلال امرخېل په څېر يو له هغو شاعرانو دی چې شعر لوستل یې ما خپله وظيفه ګڼلي ده. د غزل د مسلمې موضوع تر څنګ چې ګران باقر په خپل شعر کې زموږ د ټولنې روان حالت په کوم هنرمندانه ډول تعبير کړی دی، هغه یواځې د باقر ځانګړتيا ده.
پاتې دې نه وي چې حسين او لطیف کلام د متکلم پر خپل حسن او لطافت دلالت کوي، په دې حساب سره لکه څنګه چې د ګران باقر کلام ښکلی دی، کټ مټ همداسې ور باندې رب تعال جل جلاله يو حسين او لطیف شخصيت هم لورولی دی.
د نوي ټولګې پنځم موسم د چاپ مبارکي ګران باقر او ټول افغانستان ته وایم، په خپل ادبي، مسلکي او شخصي ژوند کې ورته لا زیاتې برياوې غواړم او دوستان یې د دغې ټولګې لوستلو ته رابولم…!
د نوي ټولګې پنځم موسم د چاپ مبارکي ګران باقر او ټول افغانستان ته وایم، په خپل ادبي، مسلکي او شخصي ژوند کې ورته لا زیاتې برياوې غواړم او دوستان یې د دغې ټولګې لوستلو ته رابولم…!