تاند – د امریکا د متحد ایالتونو پنځه پوځیان د افغانستان په ختیځ کې د داعش له وسله والو سره د جګړې پر مهال ټپیان شوې دي. دا خبره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګپوړي قوماندان د پنجشنبې په ورځ وکړه.
دا لومړۍ ځل دی چې داسې راپور خپریږي چې له داعش سره په نښته کې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې ټپیان کیږي. داعش په ننګرهار کې چې له پاکستان سره پوله لري فعالیت کوي او افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د داعش پرضد پراخ عملیات کړې دي. اوس معلومه شوه چې په وروستیو کې امریکایي ځواکونو هم د داعش پرضد په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.
وروسته تر دې چې داعش د شنبې په ورځ په کابل کې د مظاهرې پر مهال د چاودنې مسوولیت ومانه افغان ځواکونو په ننګرهار کې د هغوی پرضد سخت عملیات شروع کړل. د کابل په چاودنو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل شول چې اکثر یې هزاره وو.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي چې پنځه امریکایي پوځیان له داعش سره په ننګرهار کې د جګړې پر مهال په سپکو وسلو ټپيان شوې دي. جنرال نیکولسن دا ونه ویل چې دا پیښه کله رامنځته شوې ده خو وروسته بیا د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې یو امریکایي پوځي د یکشنبې په ورځ او څلور د دوشنبې په ورځ ټپیان شوې دي.
جنرال نیکولسن دا خبره هم وکړه چې یو عسکر هم سخت نه دی ټپي شوی او د دوی له ډلې درې تنه جرمني ته د درملنې لپاره استول شوې دي او دوه نور یې بیرته په افغانستان کې خپلو دندو ته ستانه شوې دي.
د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وویل چې د داعش د وسله والو شمیر د روان میلادي کال په پيل کې ۳۰۰۰ تنه اټکل کیده چې اوس یې د زرو او یو نیم زرو په شمیر وسله وال پاتې دي.