نيټه ١٧،١٠،١٣٩٢
کندهار افغانستان- تېره شپه سهارګاه مهال څلور بجې د کندهار ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ د کندل او منو په سيمه کي پنځه تنه  وسلوال طالبان د خپل ماين ښکار سول.

ياد چاوديدونکي  توکي په يوه موټر کي ځای پر ځای سوي وو او  وسلوالو طالبانو غوښتل، له يوه ځايه يې بل ته انتقال کړي خو په لاره کي ورباندي چاودلي. له ښه مرغه په ياده چاودنه کي ملکي خلکو او افغان امنيتي ځواکونو ته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی يوازي پنځه تنه وسلوال پکي ځای پر ځای وژل سوي چي د لومړنيو پلټنو پر اساس يادو پنځو تنو د طالبانو د ملا عبدالله له وسلوالي ډلي سره تړواو درلود.

افغان امنيتي ځواکونه وايي د پېښي په ځای کي يې دوه ميله کلاشنکوفونه هم تر لاسه کړي او د وسلوالو طالبانو جسدونه لا هم په سيمه کي پاته دي.

وسلوالو طالبانو غوښتل د يادو چاودېدونکو توکو په کارولو د افغان امنيتي ځواکونو او يا هم عامو ولسي خلکو ژوند واخلي خو د الله تعالی ج  په مرسته د دوی ناروا او کرغېړن پلان نه يوازي له ناکامۍ سره مخ سو، بلکي خپله دوی هم پکي په ډېر ناوړه ډول ووژل سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *