نورکمال ارشاد

موږ پۀ ویاړ او لوړ سر د نورو قومونو پۀ وړاندې د ځان پر پښتونوالۍ شکر ایستی! (خدایه شکر چې پښتون ننګیالي او غیرتي دې پیدا کړي یو، موږ پنځۀ زره کلن تاریخ لرو! )

موږ چې پښتانۀ یو واقعاً ځینې ننګونو مو پۀ خټه کې اغږل شوي دي، چې پۀ نورو قومونو کې نشته.

ډېر زیات غرور، سرزوري، کینه، نۀ زغم، هغه څۀ دي چې پښتانۀ لۀ نورو قومونو څخه بېلوي، او دې ټولو ځانګړنو ته مو د ننګ او غیرت نوم ورکړی.
زموږ هېڅ پښتون وګړي پۀ خپلو مغزو کې پنځۀ دقیقې پۀ دې فکر نۀ دی کړی چې زموږ د فرهنګ او کلتور ښۀ او بد کوم دي.

پۀ دې مو فکر نۀ دی کړی چې زموږ کلتور څومره لۀ هغه دین سره نږدې دی چې موږ پۀ خلاص زړۀ منلی او څومره لۀ همدې مبارک دین سره واټن لري.

موږ دې ته خوښ یو چې خپل خلک نارینه/ښځینه مو د کلتور پۀ نوم پۀ یوه تنګه محدوده کې اچولي، او که یې هڅه وکړه، لۀ دغې محدودې ووځي، پۀ هغه ټوپک یې پر سر وولو چې د نورو اختراع ده، ترڅو ماغزه یې پاش، پاش شي، یا یې ستونی پر هغه چاړۀ ور پرې کړو پر کومو چې پۀ اخترونو کې غواوې حلالوو، یا یې سر پر هغه تبر ور پرې کړو، پۀ کومو چې پۀ غرونو کې دنګ، دنګ نښتر وهو، یا یې تر کوم پاڼ لاندې وغورځوو، یا یې پۀ کوم بل شیطاني ډول لۀ منځه یوسو، او یا یې پر کومه بله سخته بلا اخته کړو.

زموږ لۀ ملا صېبانو نیولي، تر یو عام فرد پورې خپلې لوڼه لکه پۀ منډوي کې غواګانې یا نور حیوانات، خرڅوي.
نۀ یوازې دا چې پۀ سر یې نوټونه شماري، بلکې هغې معصومې ته یې هېڅکله هم دا خوښه نۀ ده ورکړې چې کله او له چا سره وادۀ وکړي بلکې پښتانۀ ځانونه د نجونو د ژوند واکداران بولي.

دلته نجلۍ بیا هم د هماغه پلار، ورور، ترۀ د عزت د ساتلو لۀ پاره، لۀ ځان تېره شوې، خپل ژوند یې پۀ دوزخ کې تېر کړی، هو شته، چېرې پۀ تصادفي ډول نجونې د ښو خلکو کورونو ته تللې او ښۀ ژوند لري، ولې هغه یې هم کمې نۀ دي، چې لۀ خدایه د تریخ مرګ لۀ پاره زارۍ کوي!

که کومه نجلۍ لۀ دې هر څۀ سره موافقه نۀ شي، د پلار، ورور یا ترۀ تحمیل شوی مېړۀ ونۀ مني، او لۀ کوره وتښتي، بیا یې د پښتو پۀ قانون پرېکړه کوو.
زۀ تر ډېره (پښتانۀ) کلمه پښتنو سړیو ته کاروم، ځکه همدغه جنس د پښتانۀ قانون پۀ نوم تر ټولو سترې ناراواوو کړې، او لا یې هم کوي.

د ورور پښې وهي، تربور یې تر ټولو ستر دوښمن دی، ډېره وړه خوشحالي یې هم پرې غمېږي، که یې پۀ کور کې زوی پیدا شي، دوی یې پۀ بدل کې ماتم کوي!

نجونې ددې لۀ ویرې چې فاحشې نۀ شي، نۀ پرېږدو چې درس ووايي، خو خپله د پردیو نجونو چې مخونه یې پۀ څادري یا نقاب کې پټ وي، حتی پوندو ته یې ګورو.

دا خو د بدو دودونو یو ډېر وړوکی مثال دی، پۀ لسګونه نور هم شته.
بله بدبختي چې ما ډېر ځوروي، دا ده چې زموږ پۀ پلارني ټاټوبي کې پۀ سلو کې اتیا کورونه پۀ خپلو کې دوښمنۍ لري، د همدومره کورونه پر سر د خپلو پښتنو وروڼو د وژلو لۀ پاره مورچلې جوړې شوې.

زۀ چې کله هم هلته تللی یم، یو سخت درد مې تازه شوی، دا درد مې پر ذهن سخت فشار راوړي، زړۀ مې کمزوری کوي او سخت نهیلی شم.

نړۍ پۀ کم وخت کې لۀ اټکل څخه لرې پرمختګ وکړ، نورو سیارو ته روباټونه لېږي، دا د نړۍ د پرمختګ یو ډېر کوچنی مثال دی، خو موږ لا هم د جومات یا کور د دیوال خواته پیتاوي ته ناست او د نورو د نابودۍ پۀ هکله فکر کوو.
وایي، کوم چا ویلي وو چې نړۍ دومره پرمختګ وکړ چې مصنوعي لمر یې هم جوړ کړ!
پښتون ور ته وايي، ډېر ښۀ، اوس به د شپې هم پیتاوي ته کېنو!

موږ پنځۀ زره کلن تاریخ لرو، خو لۀ اویا کلن پاکستان سره سیالي نۀ شو کولی، جاپان او افغانستان پۀ یوه ورځ ازادي اخیستې، نن ورځ د جاپان حال وګورئ او د افغانستان دا حالت ور سره مقایسه کړئ.

موږ ژوند کړی، خو د ژوند کولو پۀ هدف مو هېڅکله ځانونه نۀ دي پوه کړي.
موږ لا هم خوشحال یو چې پښتانۀ یو او پنځۀ زره کلن تاریخ لرو!
خوښ یو چې احمد شاه بابا مو ډیلۍ فتح کړی، میرویس خان مو ایران نیولی، خو موږ ترې نور هېڅ عبرت نۀ دی اخیستی.

یو څۀ چې موږ ته باید ددې اتلانو لۀ کارنامو ورسېږي، هغه دا دي چې د وخت لۀ قوتونو سره سیال واوسو، ترې ټيټ او غلام ونۀ اوسو، لکه څنګه چې دوی پۀ خپل وخت کې پۀ ثبوت رسولې.
پۀ پای کې باید هر لوستونکی دا جمله پۀ پام سره ولولي:
(زۀ پۀ اوس کې ژوند کوم، زۀ باید د اوس لۀ پاره تیار واوسم!)

لیکوال: نورکمال ارشاد، د خوست شېخ زاید پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې محصل.

One thought on “پنځه زره کاله| نورکمال ارشاد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *