لیکوال: ډوکتور نور احمد خالدي
ژباړن: آصف بهاند
پنځه ویشت کاله وروسته به تاریخ
د اشرف غني د جمهوري ریاست په باب څه ولیکي؟
ښاغلی ډوکتور نور احمد خالدي په اقتصاد او دموگرافۍ کې د ډوکتورا تر کچې لوړې زدکړې کړیدي. په اوسنیو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې یو مطرح تحلیلگر او شناند دی. د ده هر تحلیل او لیکنه داسې ملي رنگ لري چې نه یوازې دا چې عیني حقایق بیانوي، بلکې د نوي نسل د پوهاوي او روزلو په برخه کې لوي درس گڼل کیږي.
ډوکتور خالدي ته چا په فیسبوک کې دا پوښتنه مخې ته ایښې د.
پنځه ویشت کاله وروسته به تاریخ د اشرف غني د ریاست جمهورۍ په باب څه ولیکي؟
ده په عالمانه ډول ځوابونه ورکړي دي. ما د ده ځوابونه له دري ژبې نه پښتو ته وژباړل او پښتو متن یې د درنو لوستونکو مخې ته یې ږدم.
زما له نظره به تاریخ داسې ولیکي:
۱ ــ اشرف غني د جمهور ریاست له پاره هغه لومړنی کاندید و، چې له جهادي تنظیمونو سره یې تړاو نه درلو،
۲ ــ د یوې جامع سیاسی، اقتصادی برنامې پر اساس او د فساد، د له منځه وړلو د پلان له مخې، انتخاباتي مبارزې ته ورننوت او پرته له دې چې کوم سیاسي گوند یا جهادي تنظیم سره تړاو ولري، تر یو میلیون د ډیرو پاکو رایو په تر لاسه کولو سره یې، انتخابات وگټل،
۳ ــ د ۲۰۱۴ ام کال د جمهوري ریاست د دویمې دورې په انتخاباتو کې؛ له نړیوالې څارنې او دوه ځلې رای شمیرنې نه وروسته له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه یې یو میلیون ډیرې رايې درلودې،
۴ ــ حتی که د خوست او پکتیا ټولې رایې ــ چې د عبدالله عبدالله له لوري یې د گوسفندي رایو په نامه نا وړه شهرت پیدا کړ ــ باطلې گڼل شوې وای؛ بیا یې هم تر خپل سیال ډیرې رايې درلودې،
۵ ــ سره له دې چې یې تر خپل سیال یو میلیون ډیرې رايې درلودې؛ سیاسي مخالفینو د امریکا په مرسته د ده جمهوري ریاست واک نیمایي کړ او عبدالله او د نظار شورا ډله یې د ملي وحدت د حکومت په نامه ور سره شریک کړل،
۶ ــ د ملي وحدت په حکومت کې د اشرف غني شریکانو سره له دې چې په حکومت کې یې پنځوس سلنه ونډه درلودله، په عین وخت کې یې په حکومت کې دننه د اپوزیشن فعاله ډله جوړه کړه او د اشرف غني د اصلاحي پروگرامونو د هر گام په مخ کې ودریدل او په دې ډول یې د دولت د کړنو تاثیر پڅ کړ،
۷ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د ده سیاسي مخالفینو، د پرلپسې سیاسي ستونزو جوړولو سیاست، خپل رسمي سیاست وگرزاوه،
۸ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، طالبانو او داعش د پاکستاني اردو په مرسته خپل ترورستي فعالیتونه گړندي کړل،
۹ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د نظار شورا او جنبش یو شمیر پخواني ملیشه له داعش سره یو ځای شول،
۱۰ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د فساد د مخنیوي په لړ کې د دولت د بودجې په میلیونونه ډالر وسپمول شول،
۱۱ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، گمرکي عواید او کورني ملي عواید په بیساري ډول لوړ شول،
۱۲ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د محلي زوراکو په مقابل کې د مبارزې په برخه کې پریکړنده اقدامات وشول او د قانون حاکمیت ټینگ کړای شو،
۱۳ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د لومړي ځل له پاره یو برحاله وزیر د اداري فساد په تور محکمې ته کش کړای شو،
۱۴ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، د دولت په چارو کې د ځوانانو گډون ته ځانكړې پاملرنه وشوه،
۱۵ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، یو شمیر پرمختیایې پروژې تطبیق شوې،
۱۶ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، سیاسي مخالفینو، د سیاسي مبارزې پر ځای قومي سیاستونو ته مخه کړه او د پښتـنو پر ضد او د افغانانو پر ضد مبارزه یې خپل شعار وگرزاوه،
۱۷ ــ د اشرف غني د جمهوري ریاست په دوران کې، مفسدین، غله، محلي زورواکي او جهادي جگړه ماران، د خپلو پانگو د ساتلو په موخه، په یوه ایٔتلافي جبهه کې د دې له پاره سره یو شول، څو وکولای شي په راتلونکو انتخاباتو کې له فساد سره د مبارزې مخه ونیسي،
۱۸ ــ وروسته له پنځه ویشتو کلونو نه به تاریخ، په نیکو اوصافو او ښیكڼې سره د اشرف غني یادونه وکړي.
پای
Sallam
Contemporary Afghanistan is a territory where interests of world powers and regional countries, especially India and Pakistan clash. New Delhi and Islamabad have shifted their years-old standoff to Afghanistan, and are trying to be actively involved in building future Afghanistan. Both Pakistanis and Indians have their own projects for Afghanistan and Hamid Karzai foreign policy was passive and weak enough internally.
Afghan Crisis and Regional Security get further worse during Hamid Karazi
so-called kingdom.
Ghanid international coalition led by the U.S. has waged an all-out war against an al-Qaeda network and the other movement in short term. During this period, it has become an element of the complicated regional political architecture . Moreover, the presence of the American and NATO military contingent in Afghanistan and several regional countries is being often considered a resource of security in the Central Asia.
Number 17 need to be fixed.
afghans must together stand against warlords/commandants/corrupts
and hamid karzai team.
for rebuild afghanistan and economical progress of the country,
ashrafghani must reelect for the new period of the presidency,
thank you
When push come to shove in major affair of Afghanistan, Dr. Ghani’s affect is as good as a footnote in a large book. International conflict of interest in Afghanistan at this moment are settling by fighting lines and as such domestic players are moved and removed accordingly.