څو کاله د مخه مې د لارې پر سر ورسره اشنایي شوه ، څیرې مې یې خوښې شوې ، ډېر ناویلي څه مې په کې وموندل، دوی دا ډله او یووالی مې هم خوښ شو ، چې د ویالې په غاړه یې یوپه بل پسې قدمونه پوره کول، ورین تندی یې د دې لامل شوی وو چې په خپله غېږه کې یې ډېر کوچنیان د اوبو څخه دا غاړه او هغه غاړه کړي ، خپل اوازونه یې ډېر نري په زړه پورې وو ؛ هغه د چا خبره خبرو په لړکې به د خوب څپې هم ولړزولې ، د ملېمنو دېره یې هم تر ډېره په بللیو او نابللیو ډکه وه ،د مېلمستون دروازه یې هېچا تړلې لېدلې نه وه ، چې په یوه دری لارې کې یې شتون شاهدي ویله ،هرلاروي به یې له ځان سره د دوی کیسه خپل اولس ته وړله ، له څېړنو ښکارېده چې یونیم تر دوسوه کلونو به یې پدې سیمه ژوند درلودلی وي یا په بله ژبه دا ډله د رابعه بلخي د زیارت د ونو همزولې ښکارېده ،سیمه پرې ښایسته وه، کلیوال هم ترې خوښ وو ځګه چې دوی د عامه خدمتونو په ترسره کولو کې سرلاري وو، هر اوړی به په ټکنده غرمه کې پخپله نیولې هسکه چترۍ کې ډېر څه د لمر له وړانګو ساتل او په ريښتیا چې یو له پېرزوینې ډک دمه ځای وو.
اوس نو خزان وو؛ هرڅه یې تریخوالي او تندوالي سرګردانه کړي وو، هغه د چا خبره د لاس رسېده وو، ریښتنی ساعت وو، د مینې احساس په کې کمزوری وو ، خواخوږي ډېره کمه وه ، له ملګرو ښه ازموینه اخستل کېدله ترڅو ریښتني دوستان په شمار کې راولي ، ډېرو کمو خلکو درد ته رسېدنه کېدله خو ډېرو نورو يې د پالونکي رب اسره نیولې وه . د توتو ونو بیا د دې لپاره چې پر دوی څوک لاس پورته نه کړي یوه ټپه یې داسې زمزمه کړه او وایي چې:
لښته یم د زیړو ګلو
نیسه مې په سرو منګلو
ګوره چې در ړنګه نشمه
بیا به درته جوړه نشمه
همدغه ټپه وه چې په دوی یې بلا ګډه کړه ،دا غږ چې د طبیعت نه خوښونکو واورېد دا ټولګه یې نیمګړې کړه، یوه یې ترې بېله کړه ، ټوټې ټوټې یې کړه او د اور لمبو ته یې تیاره کړه ، نه پوهېږم دا به د چا سترګې ور اوښتې وې ، د طبیعت دښمنانانو دا نشوی زغملای چې دا ټولګه دلته د لا نورو اوږدو کلونو لپاره ژوند وکړي، موږ او چاپېریال له نوموړي طبعي میراث څخه بې برخې کړي.