محمد نعمان دوست ||

 څه موده وړاندې جلال اباد ښار کې د هغو رکشاوو پر ضد کمپاین پیل شو چې د تیلو پر ځای یې ګاز کارول. له کمپاین څخه مخکې داسې شعارونه وو چې ګوندې تر هغې به روان وي چې د نارنجو د ښار فضا یې له تورو لوګیو نه وي ژغورلي.

د لنډ وخت لپاره کمپاین روان و او په دې لنډ وخت کې ځینو جیبونه ته ډيرې پیسې لاړې او جیبونه د رشوت په پیسو د ښار له فضا هم ډیر ککړ شول. د اوریدلو له قراره خبره داسې وه چې اړوندو کسانو به د ګازو ډبې له رکشا وو لرې کړې؛ خو وروسته به یې بیرته په رکشاوانانو پلورلې. کمپاین ناکام شو، د نارنجو ښار بیرته د تورو، زهري لوګیو په لمن کې سرکیښود او سلګۍ وهي.

دلته دغه شان پیښې ډیرې واقع کیږي او له اوږده وخته راهیسې یې شاهدان یوو. همدا علت دی چې خلکو د حکومت پر پریکړو باور بایلولی؛ هره پریکړه ورته یواځې د څو کسانو بزنس ښکاري.

شاوخوا یوه لسیزه پخوانۍ پیښه ده؛ خو اوس هم  راته په زور او زیر  یاده ده؛ خبریال مې د کابل له امنیه قوماندانۍ په خندا راستون شو. ویل یې د شرابو ډک موټر یې نیولی و. د شرابو د کارتنونو کوم رقم چې یې مخکې موږ ته راکړی و، د شمارلو په وخت کې پوره نشو او څو کارتنه (یونیفرم والاوو) کونج ته کړي وو.

اوس حکومت د پنځه کلنو اسنادو لرونکیو موټرو پسې دواړه پښې په دې ګرمۍ کې په یوه تنګه موزه کې اچولي دي. غواړي د قانون د تطبیق تمثیل وکړي. لکه نورې ټولې ستونزې چې هوارې شوي وي، لکه ښار کې چې د خپلسرو وسلوالو له ګرځیدو هم دا موټر خطرناک وي او… په هر صورت، اراده ډيره ښه ده. هیڅ وطن کې باید د قانون خلاف موټر تګ راتګ ونکړي، خو د ارادې د تعمیل لپاره عملي کیدونکی پلان شکمن دی او ویره ده چې بیا به ترې د ځینو کسانو لپاره غوړ کار و بار جوړ شي.

د حکومت لویه تیروتنه دا وه چې غیر قانوني موټرو ته یې د پنځو کلونو لپاره د ګشت او ګزر اجازه ورکړه. د قانون مخالفت خو یوه لحظه هم جرم دی، پنځه کاله ولې د بې قانونیو ننداره وشوه؟ شک دا دی چې شاید دلته هم هغه وخت له واردونکیو سره معامله شوي وي او څو جیبونه ډک شوي وي.

پنځه کاله کافي موده وه. په دغه وخت کې حکومت کولای شول چې اساسي پلان یې طرح کړی وای  او اوس یې عملي کولای. د داوود خان ډیری ستر او حیاتي پلانونه پنځه کلن وو. هغه چې په لږو امکاناتو او په سرتمبه فکر پلانونه طرح کولای او عملي کولای شول، اوسني مشران، چې د دولت د خزانې لویه برخه یې د درجنونو مشاورینو کولمې غوړې ساتي،  څنګه د عادي پلانونو په طرح او عملي کولو کې پاتې راځي؟

پنځه کلن او ښي لاسي موټر له زرګونو هم اوښتي دي او په ټول هیواد کې چلیږي. حکومت وايي چې خلک باید خپل موټر وسپاري چې پرزه شي! خو دا یې نه دي ویلي چې د سلګونو زرو موټرو پرزې به چیرته ځي؟ کوم دي وطن کې د وسپنې د ویلې کولو فابریکې؟ دا به د کوم هیواد د فابریکو لپاره ارزانه خام مواد شي؟

په کار دا وه چې دلته د اشټرنګ اړولو کمپنۍ دعوت شوې وای. خلکو به موټر ورسپارل، اشټرنګ به یې د افغانستان لاس ته اړول کیده، له یوې خوا به د بیکارۍ په دې اوج کې زرګونو کسانو ته کار پیدا شوی و او له بلې خوا به د کاغذونو په نوي کولو د حکومت سوالي خزانې ته پیسې ټولې شوې وای.

اوس هم اوبه له ورخه تیرې نه دي. موټر لرونکیو ته دې وخت وغځول شي. کمپنیو سره دې خبره وشي. که داسې ونشي موټر به نیول کیږي خو بیرته د پیسو په مقابل کې خوشي کیږي. او یا به یواځې هغه موټر نیول کیږي چې چلوونکي یې نه پیسې لري او نه واسطې او یا به نیول شوي روغ موټر لکه د رکشاوو د ګازو ډبې، بیرته پلورل کیږي.

دا کار به خلک نور هم له خپل دولته متنفر کړي او بېشکه چې نفرتونه ستر افتونه زیږولی شي.

البت یوه خبره چې باید هیره نشي او هغه دا چې دلته ګڼو ښي لاسو موټرو ته دایمي اسناد هم ورکړل شوي دي؛ نو یو بام او دوه هوا خو والله که چندان د سړیتوب کار وي.

محمد نعمان دوست

( دا لیکنه په سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه، کې خپره شوې ده)

د زمري ۱۴مه، ۱۳۹۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *