د قرغیو ولسوالۍ اړوند د لمټۍ د سیمې په کبیله کلي کې څلور کورنۍ چې پنځوس تنه غړي یې ول او د سیند په مینځ کې د اوبو د زیاتوالي له وجې بند پاتې ول د لغمان ولایت مقام په سپارښتنه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د مشرتابه په هدایت د ملي اردو د الوتکو په واسطه د اوبو له خطر څخه وژغورل شول او امن ځای ته انتقال شول.

په دې اړه د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځوامک وايي (غږ)

د لغمان ولایت مقام د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له رهبرۍ نه د دغه پر وخت اقدام له امله مننه کوي چې د اوبو په مینځ کې د بند پاتې شویو کسانو په ژغورنه کې یې تر سره کړ.

بل لور د کابل جلال اباد لویه لاره چې نن سهار د درونټې په سیمه کې د غره د ښویدو له امله بنده شوې وه د لغمان او ننګرهار د ټولګټو ریاستونو د کارکونکو په ګډو هلو ځلو د ترافیکو پر مخ بیا پرانیستل شوه.

دا چې اورښت لا هم ډېر زیات دی نو د لغمان اړوند سیمه کې په لویه لاره په نورو ځایونو کې هم د غره د ښویدو امکان شتون لري.

2 thoughts on “پنځوس تنه د افغان ملي اردو له لوري د الوتکو پواسطه وژغول شول”
  1. شتون موجودیت ته وایي او په وروستۍ کرښه کې شتون لري داسې ښکاري لکه موجودیت لري. 🙂

    1. ګنډېری صاحب مننه
      اکثره کسان شتون ناسم کاروي. شتون درلودل یعني څه؟ شتون او نه شتون لا یوه خبره خو شتون درلودل یا لرل پر دې کلمې ریشخند وهل دي
      تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *