پنځوس کاله پخوا نړۍ ډېره متفاوته وه. د امریکا متحد ایالتونه او متحدان یې له پخواني شوروي اتحاد سره په سړه جګړه کې ښکېل ول، د شخصي کمپیوټر او موبایل ټېلفون لرل، خوب و خیال و، یا د ساینس فیکشن فلمونو موضوع وه. د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د عمر اوسط تر اوس ډېر ټیټ و.
ګڼ هیوادونه له جګړو او لانجو سره مخامخ ول. د عرب او اسراییلو ترمنځ جنګ، په امریکا کې د مدني حقونو اعتراضونه، د چکسلواکیا پر پلازمېنه پراګ د شوروي ټانکونو یرغل او داسې نور.
اوس د نړۍ خلک له ۵۰ کاله پخوا سره ځان څرنګه پرتله کوي؟
د پیو (PEW) څېړنیز مرکز دا پوښتنه د سږ کال په پسرلي کې د نړۍ په ۳۸ هیوادونو کې له نژدې ۴۳ زره تنو څخه کړې ده.
په تېرو ۵۰ کلونو کې مثبت تغییر تر ټولو زیات په ویتنام کې لیدل شوی.
په نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې په سلو کې ۸۸ ویتنامیان وايي چې د نن ورځې ژوند یې ښه دی.
په هند کې ۶۹ پوښتل شویو او په جنوبي کوریا کې ۶۸ پوښتل شویو ویلي چې ژوند یې ښه شوی دی.
دا درې هغه هیوادونه دي چې له نولس سوه شپېتمې لسیزې را په دې خوا پکې بدلون راغلی دی. ویتنام او جنوبي کوریا د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ له جګړې خلاص شوي دي او هند د نړۍ یو له هغو لومړی درجه هیوادونو څخه دی چې اقتصادي وده یې تر ټولو چټکه ده.
په ویتنام کې ۹۱ سلنې پوښتل شویو ویلي چې اقتصادي شرایط یې ښه شوي دي.
په ترکیه کې هم اکثریت پوښتل شویو ویلي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ژوند ښه شوی دی. په سلو کې ۶۵ ترکانو مثبت نظر څرګند کړی.
په یو شمېر پرمختللیو هیوادونو کې هم خلکو ویلي چې ژوند یې تر پخوا ښه شوی دی؛ مثلاً په جاپان او جرمني کې ۶۵ فیصدو، او په هالنډ او سویډن کې ۶۴ فیصدو ویلي چې ژوند یې تر ۵ لسیزو پخوا ښه شوی دی.
خو د ټولو پرمختللیو هیوادونو اوسېدونکي دا ډول نظر نه لري.
په سلو کې ۴۱ پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې ژوند تر پخوا خراب شوی، د دې په مقابل کې په سلو کې ۳۷ نورو ویلي چې ښه شوی دی.
په ایټالیا، یونان، نایجریا او کینیا کې هم تر نیمايي لږ زیاتو ویلي چې ژوند تر پخوا خراب شوی دی.
خو په مکسیکو او وینزویلا کې نژدې اویا سلنې خلکو ویلي چې ژوند یې تر پخوا خراب شوی دی.
دا نظرپوښتنه په افغانستان او ګاوندیو هیوادونو کې یې نه ده شوې.
د افغانستان له اوس نه پخوا ډير ښه وه کم از کم جنګ خو نه وه