تاند- مشهورې سندرغاړې جنټ جکسن تایید کړه چې د ۵۰ کلونو په عمر یې لومړنی ماشوم پیدا کېږي.
دې پیپل مجلې (people Magazine) ته وویل «موږ د دې برکت په خاطر د خدای پاک شُکر کوو.»
د جنټ جکسن، چې د پاپ موسیقۍ د سرخېل مایکل جکسن خور ده، د اومیندواره کېدو په اړه اوازې د سږکال په اپریل کې هغه مهال خپرې شوې چې دې د کنسرتونو لړۍ (Unbreakable’ tour) فسخه کړه او ویې ویل چې له خپل خاوند وسیم المنا سره د کورنۍ چارو ته پام اړوي.
په اپریل کې دې په ټویټر کې خپلو مینه والو ته په یوه پیغام کې ویلي و چې د کنسرتونو لپاره خپل نړیوال سفر د دې لپاره ځنډوي چې په ژوند کې یې ناببره بدلون راغلی دی.
جنټ جکس د ۱۹۶۶ م کال د مې په ۱۶مه د متحدو ایالتونو په انډیانا کې زېږېدلې. دا د نهو خویندو او وروڼو په منځ کې تر ټولو کشره ده.
د دې د یوه ورور مېرمن افغانه ده.
تراوسه پوري د اغلې جکسن ۱۱ البمونه خپاره شوي خو لومړنی البم یې په ۱۹۸۲ کې راوتلی دی.
اغلې جکسن په خپل ژوند کې تراوسه پوري د ګرامي (Grammy) ۷ جایزې ګټلي دي.
په ۲۰۱۲ م کال جنټ جکس له قطري ملیونر وسیم المنا سره واده وکړ.