تاند، چهار شنبه، د حوت ۱۴مه: د کندوز، هلمند، ارزګان، جوزجان او لوګر د چارواکو د راپورونو په اساس، طالبانو په دغو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو بریدونو کې ۳۸ سرتېري وژلي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی صفی الله امیري تاند ته وايي، طالبانو تېره شپه د ښار په دریمه او څلورمه حوزه حوزه او د امام صاحب ولسوالۍ پر یوه پوسته بریدونه کړي دي.

نوموړی وايي، د ښار دریمې حوزې باغ شرکت سیمه کې پر یوه پوسته د طالبانو برید کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او یو بل ژوبل دی: (( څلورمه حوزه کې هم د طالبانو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دي، همداراز د امام صاحب په بته کشان سیمه کې هم د طالبانو برید ۳ سرتېري وژلي او ۲ نور ژوبل دي.))

په همدې حال کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې تایید کړې چ ېتېره شپه طالبانو د کندوز ښار دوه پوستو او امام صاحب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي، خو په دې نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

بلخوا دفاع وزارت تاند ته تاییدوي چې کندوز کې ۷ سرتېري د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۱۰ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.

هلمند:
د کندوز تر څنګ د هلمند په ځینو پوستو هم تېره شپه طالبانو په واشیر ولسوالۍ کې بریدونه کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته وايي، د واشیر ولسوالۍ پر یوه پوسته برید کې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ژوبل دی، خو طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

د تخار- کندوز لاره:
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د تخار- کندوز په لاره پر ملکیانو او نظامیانو برید کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې تاند ته یې استولې ده راغلی چې د قلبرس او اکبرخان کلیو په دې نښته کې یو سرتېري وژل شوی دی او پنځه نور ژوبل دي، خو د طالبانو د نظامي کمېسیون ملا بشیر او مرستیال یې ژوندي نیول شوي دي.

ارزګان:
د ارزګان د والي له دفترهم تاند ته په استولو معلوماتو کې نن سهار په ترینکوټ نچین پوسته باندې د طالبانو برید تایید شوی دی.
د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، په دې برید کې ۶ ملي پولیس وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي، خو د اتو طالبانو د وژلو او ۴ نورو د ژوبلیدو ادعا یې هم کړې ده.

لوګر:
طالبانو نن سهار مهال د مس عینک کان په پوسته برید کړی دی او د والي د ویاند دیدار لونګ په خبره دغه درې ساعته جګړه کې پنځه ساتونکي وژل شوي دي.

جوزجان:
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ امنیه قومندان ایوب رحماني هم راپور ورکړی دی چې طالبانو دغه ولسوالۍ کې د ګازو په پایپلاین برید کړی دی چې دوه پولیس یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په هلمند کې بیا امریکايي ځواکونو د طالبانو سره د قطر له تړون وروسته د دغې ډلې پر جنګیالیو لومړی هوايي برید کړی او درنه ژوبله یې ورته اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي له قوله طالبانو په ۱۸ ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو ۳۳ بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *