صالح به چې پخوا څه ولیکل، له ما سره به یې ضرور مشوره کوله. د مشورې په منځ کې به مو چې د ده د لیکنې پر کومه برخه بحث شو، نو دا جمله به یې ډېره راته ویله: “ګوره نورزی صاحب یوه خبره همېشه په یاد لره، هغه دا چې زه داسې څه لیکم چې کلونه وروسته یې بیا هم له هرې کلمې هراړخیزه دفاع کولی شم…”

خو دا خبره یوازې زه نه کوم، بلکې ډېر نور داسې کسان به هم وي چې د صالح له لوستلو به تر ما څو چنده زیات خوند اخلي، ځکه چې دی په رښتینې توګه زموږ د ټولنې له ناخوالو خبر دی. د همدغې خدای ورکړې پوهې په مټ یې دا دی په داستاني نثر کې لومړی اثر (چغن) چاپ شو. کتاب چې چاپ شو ما یې لومړی له نامه (چغن) سره مخالفت وکړ، خو صالح صیب د دې پر ځای چې له ما سره نورې خبرې اوږدې کړي یوازې دومره یې راته وویل: “نورزی صاحب ښه ده چې کتاب یو ځل ولولې…”

کله چې مې کتاب مطالعه کړ، اوس په هغه بحث هم پښېمانه شوم چې ما یې په نامه (چغن) ورسره کړی و. ځکه چې دا کتاب په رښتیا هم زموږ د ټولنې له هغو چغو ډک دی چې که د صالح غوندې نور ځیرک لیکوال یې د خلکو تر غوږونو ونه رسوي، نو په پوره باور ویلای شم چې د دې ټولنې راتلونکی نسل به هم ورسره لاس او ګرېوان وي.

لنډه دا چې (چغن) ولولئ، ځکه دا د یوه داسې لیکوال اثر دی چې د فلسفې، ارواپوهنې، ټولنپوهنې سربېره په داستاني ادب کې هم لوی لاس لري. په (چغن) کې ترسیم شوې صحنې، تصویرونه، دومره پياوړي دي چې لوستونکي یوې شېبې دمې ته هم نه پرېږدي.

زه د صالح صیب دغه اثر په پښتو ادب کې د ده لویه لاسته راوړنه بولم. په دې هیله چې د ادبیاتو له هر محصل سربېره یې عام وګړي هم ولولي او د خپلې ټولنې په پټو چغو ځانونه خبر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *