د غزني د ولایتي ادارې مطبوعاتي خبرپاڼه
آب بند کې چاڼيز عمليات پيل او ګيلان ولسوالۍ کې د حقاني شبکي (۶) غړي ووژل شول
چهارشنبه ۴/۱۰/۱۳۹۸
د غزني ولايت په آب بند ولسوالۍ کې نن سهار وختي د ګډو افغان ځواکونو لخوا د وسله والو د ځپلو او د يادي ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار د لويې لاري د امنيت په موخه پراخ چاڼيز عمليات پيل شول.
د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د چرسو يوه کارخونه او پکي سلګونه کيلو ګرامه چرس له منځه وړل شوي او عمليات دمګړۍ د آب بند ولسوالۍ په ناني، چوري او کندهاري سيمو جريان لري.
بلخوا د ګيلان ولسوالۍ اړوندوکې تيره شپه د افغان ځواکونو په هوايې بريد کې د حقاني شبکي شپږ (۶) تنه جنګيالي چې پر يوي امنيتي پوستي يې د بريد پلان درلود موخي ته تر رسيدو مخکي ووژل شول.
په غزني ولايت کې روان ژمى د وسله والو د هر راﺯ تحرکاتو او پلانونو د شنډولو او ځپلو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
تروريستي ډلي
چې مخامخ جګړه کې مات او امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کيدو توان نلري دي وروستيو کې يې په عامه ځايونو کې د ماينونو او چاوديدونکو موادو ځاى پر ځاى کولو ته مخه کړي چې د رواني اونۍ په ترڅ کې يې د مرکز
غزني د دوهمي، لومړۍ او دريمي حوﺯو په مربوطاتو کې اوه(۷) کړۍ ماينونه د ولس په همکارۍ کشف او خنثى شوي دي.