تاند – د اتریش په پلازمېنه ویانا کې تېره ورځ خواوشا ۳ زره مسلمانو ښځو او د هغوی محلي (غیرمسلمانو) ملاتړو د نقاب د اغوستلو په ملاتړ کې لاریون وکړ.
لاریونوالو ښځو ویل چې نقاب «د ځاني پیاوړتیا» یوه نښه ده.
د اتریش ایتلافي حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې په را روانو ۱۸ میاشتو کې به په دغه هېواد کې د داسې لباس د کارولو مخه ونیسي چې مخ په کې پوره پټ وي.
نقاب د حجاب پرخلاف داسې پوړنی او پرده ده چې ښځې په کې د ځان او سر سربېره مخ هم پټوي، چې یو شمېر مسلمانان یې هم افراطي ګڼي.
د نقاب پلوي مسلمانانو د اتریش دغه اعلان د جنسیت او اسلام ضد ګڼلی دی.
ویل کیږي چې ښځو داسې شعارونه له ځانونو سره لېږدول چې پرې لیکلي وو چې پړونی په سر کول یو شخصي انتخاب دی، او ادعا یې کوله چې معرفي شوی قانون د جنس پر ضد او د مسلمانانو پر ضد دی.
شمېرې ښیي چې په اروپایي هېوادونو کې چې خواوشا ۴۴ میلیونه مسلمانان په کې له غیرمسلمانانو سره په ارامه فضا کې ژوند کوي اسلام ته د اوښتونکیو اروپایانو شمېر وخت په وخت ډېرېږي خو دغه بهیر په پاریس، بروکسل او ځینې نورو ښارونو کې د تېر کال له ترهګریزو بریدونو څخه وروسته سخت ټکنی شو.
هغه چی حوښ نه دی عربستان ته دی ولاړ شی