پېښه په دې سیمه کې شوې ده

تاند- په اتریش کې ۳ افغان زلمکي، چې د دوو عمرونه ۱۶ او ۱۷ دي، پر یوې اتریشۍ نجلۍ د جنسي تجاوز په خاطر له ۵ تر ۶ کلونو پوري په حبس محکوم شول.

دوی، چې د تېر کال په اپریل کې پر یوې ۲۱ کلنې محصلې جنسي تېری کړی و، ادعا کړې چې په دې نه ول خبر چې جنسي تېری د قانون خلاف عمل دی.

دوی د اتریش په پلازمېنې ویانا کې نجلۍ د رېلګاډي د تمځي تر تشنابه تعقیب کړه او هلته یې خوله او پزه وروتړل.

نجلۍ، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، محکمې ته وویل:«سا یې رابنده کړې وه، فکر مې کاوه چې مرم، نه مې له خولې ږغ ایستلی شوای او نه سا کښلی شوای.»

څارنوالان وايي چې د دغو هلکانو بې رحمانه عمل تر جسمي هم له روحي نظره نجلۍ زیاته ځورولې ده.

څارنوالې کترینا ستاوبر وویل«د دې جنایت روحي منفي پایلې لا جدي او سختې دي.»

یوې بلې څارنوالې سونجا عزیز وویل«له پېښې راوروسته، دا (نجلۍ) نورو خلکو ته نه شي نژدې کېدای. خوب یې خراب شوی، فکر کوي چې هیڅ وجود نه لري، له نارینه وو یې کرکه کېږي او نور درس نه شي ویلی.»

په محکمې کې څارنوالانو د پېښې د قرباني بیان ولوست چې پکې ویل شوي «ځیني وخت داسې شېبې احساسوم لکه چې ژوندۍ نه یم. له څو میاشتو راهیسي هیندارې ته نه شم کتلی. داسي احساسوم لکه چې هسي فالتو یم.»

دې همداراز ویلي«لا هم د دغو سړو څېرې مې په یاد دي. ما هیچا ته بد نه دي رسولي، ولې ما ته سزا راکړل شوه؟ زما د ژوند خوند تللی دی. فکر کوم چې ډېره زړه شوې یم.»

«ما د هغه سخت حالت هره ثانیه حسابوله، فکر مې کاوه چې حتماً مرم.»

دا درې افغانان د اتریش حکومت ساتل ځکه چې عمرونه یې کم ول او سرپرست یې نه درلود.

د قید د مودې له تېرولو وروسته به درې واړه له اتریش څخه ایستل کېږي او اسناد به تزې اخیستل کېږي.

د دوی یوه ویلي چې د جرم په وخت نشه ول او پر ځان نه دي پوی شوي.  بل ویلي چې له دې نه و خبر چې جنسي تېری جرم دی او درېم ویلي «نه پوهېږم چې ولي مې دا کار وکړ. اووه میاشتې کېږي چې په همدې فکر کې یم»

حکومت نجلۍ ته نژدې ۳۰ زره یورو تاوان ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *