تاند- یوه افغان جوړه، چې ۹ اولادونه لري او د میاشتې نژدې ۵ زره پونډه د ماشومانو د ملاتړ لپاره ترلاسه کوي، له اتریش څخه د بل اولاد د زېږولو لپاره وړیا طبي خدمات غواړي.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې ښځې او خاوند نومونه نه دي څرګند کړای شوي خو ویل شوي چې خاوند په ۲۰۱۱ م کال له افغانستانه اتریش ته پناه وړې او ۴۴ کلنې مېرمنې یې په ۲۰۱۳ کې اتریش ته ځان رسولی دی.
د دوی دوه ماشومان معیوبه دي او ډاکتران وايي چې له پر له پسې مراقبت او درملنې پرته مري.
خو جالبه دا ده چې دواړه، هم خاوند او هم ښځه کلکه اراده لري چې بل ماشوم هم زېږوي او د اتریش د ماشومانو د ملاتړ ادارې ته ورغلي چې د ماشوم زېږولو مصرف او د آی وي ایف روغتیايي خدمات ورکړي.
وروسته له دې چې په اتریش کې دا خبر خپور شو چې دا کورنۍ د ۴۴۷۰ پونډه معادل یورو هره میاشت ترلاسه کوي، د خلکو غوسه یې وپاروله.
د اتریش د رسنیو د راپور له مخې، ښځې ته سپارښتنه شوې چې عمر یې زیات دی، د ماشوم د زېږولو چانس یې لږ دی او که ماشوم هم وزېږوي معیوب او نیمګړی به وي.
که د ښځې او خاوند عمر زیات وي دا روغتیايي خدمات، چې په سلو کې ۷۰ لګښت یې د (آی وي ایف) یا دولتي طبي خدماتي ادارې په غاړه دی، نه ورکول کېږي.
د دې افغان جوړې تر ټولو مشر زوی ۲۰ کلن دی، او تر ټولو کشر ماشوم یې یوه نجلۍ ده چې په ۲۰۱۱ کې زېږېدلې ده.
د دوو بالغانو او ۷ تر قانوني عمر کشرو ماشومانو لپاره دوی د میاشتې ۲۲۳۴ پونډه او د دوو نورو ماشومانو لپاره د میاشتې ۶۵۹ پونډه ترلاسه کوي.
دې کورنۍ ته ۱۵۷۷ پونډه نور د کورنۍ د امتیاز په توګه ورکول کېږي چې ټولټال د میاشتې د ۴۴۶۹ پونډو معادل کېږي.
I know this pair they have only four kids to disable and two are normal girls they have no son they want to have a sob the rest 5 kids are not their kids they brought them from Afghanistan to Austria as their children. They have cheated the Austrian government and now they are trapped coz the government will not allow them to have a kid.
this is also a kind of trad to earn more money.