تاند- په اتریش کې ۶ تنه افغان پناه غوښتونکي تورن شول چې د نوي میلادي کال په درشل کې یې ښځو ته لاس اچولی دی.
د (اي بي ایل نیوز) د راپور له مخې، د اتریش د اینسبروک ښار د پولیسو مشر د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، پولیس یوه ډله نارینه، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۲ کلونو ترمنځ دي، او ټول اتریش ته د کډوالو په توګه ورغلي، پېژندلي دي.
د پولیسو مشر مارتین کیرچلیر (Martin Kirchler) وویل، له ادعا سره سم دغو ځوانانو په داسي حال کې چې ګڼو خلکو د تایرولین (Tyrolean) ولایت د مرکز (Innsbruck) په واټونو کې د کال پای لمانځه لږترلږه ۱۸ ښځو ته لاس اچولی.
ده وویل چې یوه تن په خپل جرم اعتراف کړی خو نورو ویلي چې څه یې نه په یادېږي.
د تېر کال په ورته جشن کې د جرمني په کولین ښار کې په سلګونو عربانو او د شمالي افریقا اتباعو پر ښځو حملې وکړې.