تاند- د اتریش پولیسو یو افغان پر څلورو نورو افغانانو د وژونکو حملو په تور ونیوه.
د اتریش پولیسو نن /پنجشنبه/ وویل، دغه افغان، چې ۲۰ کلن دی او له خپل ژونده ناراضو و، په ویانا کې په چړې د ۴ تنو پر وهلو اعتراف کړی دی.
د اتریش پولیسو وویل، دغه افغان ورته ویلي چې د یوې کورنۍ درې غړي او یو پېژندوی افغان یې جلا جلا په چړې وهلي دي.
پولیسو د دغه افغان نوم نه دی څرګند کړی.
هغه د سې شنبې په ورځ لږ وروسته له دې په ویانا کې ونیول شو، چې یو شل کلن افغان یې په چړه سخت ژوبل کړ.
تر دې پېښې مخکې یې په همدغه ورځ د ویانا ښار په مرکزي برخه کې د یوې کورنۍ پر درو غړیو حمله وکړه.
د ده په حمله کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، د هغې ۵۶ کلنه مور او ۶۷ کلن پلار شامل دي.
د ۶۷ کلن پلار حالت نازک ښودل شوی خو د نورو په اړه ویل شوي چې ټپونه یې ډېر سخت نه دي.
ده دوهمه حمله د ماښام په څه باندې اووه بجې وکړه.
پولیس وايي چې حمله کوونکی، د نیول کطدو په مهال سخت غوسه و.
پولیس وايي، د دغه افغان د حملې انګېزه لا څرګنده نه ده، خو داسې ښکاري چې په ژورخپګان اخته دی.