د خوست ولايت د ملکي ادارو لپاره په سل جريبه ځمکه کې اداري کمپلېکس جوړشوى، چې د ولايت مقام په ګډون څوارلسو دولتي ادارو ته ودانۍ بشپړې شوې او د دوو نورو ادارو لپاره د تعميرجوړولو ساختماني چارې روانې دي ،خو د اداري کمپلېکس په دننه کې چې سل جريبه څلوردېوالي لري ، پنځه دېرش پايې لمريزڅراغونه هم نصب او نن د پن�� شنبې په ورځ د ولايتي ادارې د مشرتابه له لوري د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د پرانېستې پرمهال رسنيو ته وويل چې د سي سي اى يا د ټولنې د نښلونې د نوښت د پروګرام په مالي ملاتړ سره يې د خپل ترتيب کړي پلان له مخې شپېته پايې لمريز څراغونه نصب کړل، چې پنځه دېرش يې د اداري کمپلېکس په څلوردېوالۍ او پنځه ويشت نور يې د خوست ښار د غازي ببرک خان په پارک کې نصب شول.دده په وينا ددې لمريزو څراغونو په نصبېدو سره به د اداري کمپلېکس لويه څلوردېوالي روښانه شي او امنيتي ځواکونه به وکولى شي، چې د شپې پرمهال ورسپارل شوې دنده په اسانۍ سره ترسره کړي.

نعيمي وويل په ټولو شپېته واړو څراغونو باندې څلور مېليونه،پنځه سوه، پنځه شپېته زره افغانۍ لګښت راغلى، چې چارې يې په دوو مياشتې کې سرته رسېدلي.دده په خبره ددې څراغونو په نصبېدلو سره اوس له يوه طرفه اداري کمپلېکس او د غازي ببرک خان پارک د شپې پرمهال رڼا شو او له بل پلوه يې دواړو ساحو ته د پام وړ ښکلا هم وربخښله.

نوموړي اړونده مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ددې ټولو لمريزو څراغونو لازمه ساتنې او پالنې ته لازمه توجه وکړي، ترڅو په اوږدمهاله توګه ترې ګټه پورته شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٩-٨-١٣٩٣ پنجشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *