ګروتسک يو هنري او ادبي مهفوم دى، هغه پديدې ته ويل کېږي چې له خيال او واقعيت څخه په ګډه اخيستل شوې وي، يا تناقض ولري. ګروتسک کېدى شي چې يو وضعيت، ځاى ، خندونکى موجود، متناقض، بې تناسب او يا هم وېرېدونکى مجود وي، نو ځکه خو پراخې ماناګانې رانغاړي.
په انګليسي ژبه او ادبياتو کې د Grotesque کلمه د هر هغه څه په مانا ده چې څو ناوړه او يا خندوونکې بڼې ولري، په هنر او ادبياتو کې له دې کلمې نه ګټه اخيستنه په شپاړسمه پېړۍ کې پيل شوه.
ددې کلمې اصل په اېټالوي ژبه کې له Grotto څه اخيستل شوې چې د غار مانا لري او هغو تصويرونو ته اشاره کوي چې لومړنيو انسانانو يا د غارونو اوسېدونکو به په سمڅو او غارونو کې د خپلو استوګنځايونو په دېوالونو کښل.
دا چې په ډېرى دا ډول تصويرونو کې د ١٦مې پېړۍ ډېرې معمولي هنري قاعدې د طبيعت له مخې نه وې کارول شوې، نو دا اصطلاح د غار مېشتو د نقاشيو د هنري ماهيت د تعريف لپاره کارېدله، ددې نقاشيو ځينې برخې بيخي خارق العاده دي، له انسان او نورو حيواناتو څخه يې ترکيب درلود، خو اېټالويانو دا نقاشۍ، ناوړه، بد جوړښتې او خندوونکې بللې دي.
په ١٦مه پېړۍ کې دا اصطلاح ادبياتو ته را ننوته، په ځانګړي ډول په فرانسوي ادبيات کې معمول شوه. ګورتسک تر ډېره له هر څه وړاندې د ناوړه ستاينې، د ظاهر يا فيزيکى نا مناسبوالي او د بدن د غړو لپاره کارېدله.
په ١٩مه پېړۍ کې دا صطلاح په انګلستان او المان کې هم دود شوه او د کاريکاتور او يا طنز( له واقعيت څخه اخيستل شوى کاريکتاتور) لپاره کارېدله. دوى به د اصلي شخصيت څخه بېلابېلې ظاهري فزيکي اخيستنې لرې چې په ادبياتو کې د ګروستک د اغېز بېلګې يې بللې.
په شلمه پېړۍ کې چې ځينې نور ادبي او هنري خوځښتونه پيل شوى، لکه په المان کې اکسپر سيونيزم، سور ريالېزم او ابزرديسم تياتر چې بې ماناوالى يې پاله او همداسې کميډي او نورو خوځښتونو کې ګروتسک مهم رول ولوباوه او په ادبياتو کې يې ځانګړى ځاى خپل کړ.
د ګروتسک اکثره ادبي اثار خوب او خيال ته ورته دي. د فرانس کافکا د “مسخ”، د نيکلاى ��اګول “پزه” داستان ددې ادبي اثارو غوره بېلګې دي. ددې اثارو فضا په پيل کې د لوستونکې لپاره نا اشنا وي او غالبا ډاروونکې بڼه لري.
خو ګروتسک بايد هر وخت وېرونکى او څو اړخيز نه وي، په دا ډول داستانونو کې وېره نه وي، خو په ځينو داستانونو کې که کرکټرونه په يوه عجيبه فضا کې ډېر وېروونکي وي، خو خندوونکې کړنې يې بېرته د وېرې پر عنصر برلاسې کېږي، په دې داستانونو کې له کرکټرونو پرته عجيبه او غريبه فضا هم ګروتسک ده.
پر دې سربېره د ګروتسک د عنصر يا مفهوم کارونه يواځې په ادبي ژانرونو پورې نه ده تړلې، اکثره ليکوال حتى هغه ليکوال چې ذوقي يا رنګارنګ ليکنې کوي او د ادبياتو له تيکوريکو مفاهيمو سره هم بلدتيا نه لري، د ګروتسک مفهوم په يوه ډول په خپلو ليکنو کې کاروي.
د ګروتسک عنصر په هغو اثارو کې ډېر زيات ليدل کېږي چې د ريالېزم په ژانر کې ليکل شوي، خو دا عنصر يې د عجيبو او غريبو فضاګانو په جوړولو او يا هم په فرد پورې منحصرو شخصيتونو کې ښکاري.
په ورته وخت کې ګروتسک د بدن د فزيک بيان لپاره کارېږي چې په اکثره ادبي اثارو کې دا مفهوم له حيواناتو او حتى سبزيجاتو او نورو عناصرو سره د انسان په تلفيق رامنځته شوى دى.
د نړۍ د نيمه روباټ انسانانو په سينما(سايبورګ) کې ځينې عجيب او غريب شخصتونه، د کاراييب د سمندري غلو فلمونه او ځينې جوړې شوې ونې چې د انسانانو په څېر حرکت کوي، ټول ګروتسک بلل کېږي.
حتى هغه عجيبه انځورونه چې د متفاوتو ځان لرونکو د عکسونو په ترکيب د فوټوشاپ پروګرام په مرسته د سرګرمۍ او يا ډيجټيلي هنر لپاره توليدېږي، د ګروټسک مهفوم تداعي کوي.
د ختيځ ادبيات، ولسي فرهنګ او مذهبي باورونه هم له ګروتسک مفهوم سره اشنا دي. چې په عامه باورونو کې خوندي دېوان، جوج ماجون، پيريان، د شاهنامې سپين دېو او نورو د ګروتسک بېګې دي.
خارق العاده موجودات په لوديځ او ختيځ کې د فرهنګ، مذهبي عقايدو، افسانو او فولکوريکو نقلونو يوه برخه ده او اکثره پيروان يې هم ددې موجوداتو د ځينو په شتون باندې شک هم نه لري چې کېدى شي د پيريانو نوم ترې ياد کړو.
ددې تر څنګ ځينې کاريکتوران او ظنز ليکونکي هم په خپلو اثارو کې ځينې شخصيتونه او پېښې د لوړ ګروتسک مفهوم په کارولو سره انځوروي.