زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه
له پورته بیت څخه دوه ډوله تعبیر کولای شو، لومړی دا چې خوشال بابا غواړې ووایي، خدای چې ما ته خوله (ژبه) راکړه، نو بیا د هېڅ چا څخه ډار نه دی په کار چې حق خبره پټه کړم، که شاه دی که ګدا دی، که ظالم وی یا مظلوم، که ګټه وي یا تاوان، زه د خدای حق بیانوونکی یم.
بل تفسیر یې داسې هم کولای شو، چې خوشال بابا غواړې ووایي، له خپلې معشوقې څخه مې خوله یا مچه واخیسته، د هېچا څخه ډار نه لرم او نه یې هم پټوم.
حضرت خوشحال بابا له نن څخه تقرییاً۳۸۱ کاله پخوا ژوند کوي، د ده په زمان و مکان کې کیدای شي په سلهاوو نورو شاعرانو هم شاعري کوله، د هغوی د شعر ډیوې د هغوی په ژوند یا هم د مرګ سره یې مړې شوې دي، یو علت یې کیدای شي دا واوسي، چې خوشال بابا دا جرئت درلودی، چې دا ډول او دې ته ورته په زرهاوو نورې خبرې په ښکاره او روښانه الفاظو کې وکړې، د ټولنې، فرهنګ او خلکو زیاته پروا ونه کړي خو موږ اوس لا هم زړه نشو کولای، چې دا شان موضوعات مطرح کړو. د ټولنې د مروج کلتور، مذهب، ټولنیزو شرایطو، څخه بېرېږو.
نو ځکه اوس ډېر کم کسان لرو، چې نوښت کوي او یوازې- يوازې دودیز سولېدلي خبرې راته کوي.
دردونه په سینو کې، پرهارونه په سینو کې
ساتو د میني لوی- لوی آرمانونه په سینو کې
ویرېږو د یارانو، تنګ نظرو له خبرو
وراسته مو کړل، د ښکلو تصویرونه په سینو کې.
(ارواښاد صاحب شاه صابر)
او یا
د لویو لویو قدرتونو ربه،یتمنا ده اوریدی شی کنه
د اجمل خټک