تاند- هغه کس چې په اذربایجان جمهوریت کې په نړیواله کچه مطلوب اعلان شوی و، په افغانستان کې وژل شوی دی.

د اذربایجان د خبري اژانس د راپور له مخې ۳۶ کلن شکي، چې د اذربایجان جمهوریت امنیتي ځواکونو یې نوم نړیوالو پولیسو ته د ترهګر په توګه ورکړی و، ویل کېږي چې په افغانستان کې وژل شوی دی.

د اې پي اې خبري اژانس د راپور له مخې شکي، چې د اذربایجان اذر یوسوبوف د سیمې اوسېدونکی و، په افغانستان کې د دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره اوږده په اوږه جنګېده.

د انټرپول یا د نړیوالو پولیسو په ویبپاڼه کې له خپرې شوې خبرتیا سره سم د یوسوبوف (یوسف اوف) د سیمې اوسېدونکی شکي په اذري، روسي او پښتو ژبو پوهېږي، د وسلو په پلورلو او له اذربایجانه بهر د وسله والو ډلو په لرلو تورن دی.

د انترپول په ویبپاڼه کې د نوموړي په اړه همداراز راغلي چې عیرقانوني وسله والو ډلو ته د وسلو د برابرولو ترڅنګ له هغوی سره په جګړه کې برخه اخلي.

د اذربایجان خبري اژانس د یوه بل مطلوب اذري تبعه په اړه هم خبر ورکړی چې څو ورځې مخکې په سوریه کې وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *