عصمت الله نصرت – هلمند –
د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د نوښتونو او ابتکاراتو په لړ کي داځل د نورو پوهنځيو په څير د حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ محصلينو ته هم د تيوريکي زده کړو ترڅنګ د عملي او پراکتيکي زده کړو په برخه کي يوه تمثلي محکمه د يوې درنې، علمي او پرتميني غونډي په ترڅ کي وړاندي کړه.
يادي سوي تمثيلي محکمې او علني قضايې جلسې ته د دې پوهنتون د ريس، مرستيالانو، د پوهنځيو ريسانو، استادانو او محصلينو سربيره د بيلا بيلو دولتي او نادولتي ادارو ريسان او استازي هم راغلي وو لکه په مشرانو جرګه کي د هلمند د خلکو استازی عبدالاحد سلطانزوی، په هلمند کي د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ولايتي دفتر مشر محمد بلال صديقي او ورسره پلاوی، په هلمند کي د مدافع وکيلانو د ټولني مشر عزت الله سکندري، د سولي د عالي شورا د هلمند ولايتي مشر حاجي فضل الباري فياض، د رسنيو استازو او ګڼ شمير نورو ميلمنو ګډون درلود.
د غونډي په پيل کي د اراکوزيا پوهنتون په استازيتوب ددي پوهنتون اداري مرستيال عصمت الله نصرت پرانستي او هرکليزه وينا وکړه؛ نوموړي په خپلو خبرو کي خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چي د داسي عملي زده کړو له مخي به په افغاني ټولنه کي عدالت ته د ښه لاس رسي په موخه به مسلکي قضات، څارنوالان او مدافع وکيلان ټولني ته وړاندي سي، ورپسي د ياد پوهنتون علمي مرستيال او د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځۍ استاد عبدالواحد مياخيل او ورسره د حقوقو پوهنځۍ د محصلينو شپاړس کسيز ټيم د تمثيلي محکمې جريان او سناريو په علني بڼه وړاندي کړه.
د قضايې جلسې او حکم د ابلاغ وروسته د نوموړي پوهنتون نوموتي استاد او د محصلانو چارو مرستيال سلطان شاه صفاري لخوا د تمثيلي محکمې د جلسې ارزونه وسوله، نوموړي دا کړنه په هلمند کي بيساري او عالي وګڼل او هيله يې ښکاره کړه چي د محصلينو لپاره به د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو په غوښتنه او د محصلينو په وړاندي د خپل مسؤليت او رسالت په درک سره به عملي زده کړو برابرولو ته لاهم دوام ورکړي.
غونډه د پوره يونيم ساعت دوام وروسته په دوعايه وينا سره پای ته ورسيدله.