نن سهار د ۸ بجو پر مهال د دهراود ولسوالۍ پوري اړوند په کوري سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د اسماعیل په نامه د یو ملکي وګړي پر کور لاسي بم غورځول شوي چې په ترڅ کې ئي پخپله اسماعیل او د ده د کورنۍ دوه تنه ښځينه ټپیان شویدي.
یاده پیښه وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې وسله والو مخالفینو غوښتل د کوري په سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو برید وکړي چې د ملي پولیسو د غبرګون سره مخ شول او د سیمي د پریښودو پر وخت ئي دغه جنایت ترسره کړی، دا پیښه پداسي حال کې رامنځته کیږي چې نن د شهید حساس ولسوالۍ پوري اړوند د ګورګین په سیمه کې د وسله والو مخالفینو نه د سیمي د پاکولو په مؤخه د افغان ملي ځواکونو (ملي اردو او ملي پولیس) له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې ئي وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي، خو د ملي پولیسو یواځي یو تن تر دا مهاله ټپي شویدي.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند