نن د ورځي په جریان کې د ۱۲ بجو پر شاوخوا د مرکز ترینکوټ د څلورمي ناحي پوري اړوند سیمه کې دوه تنه ټروریستي برید ګر د ملي امنیت ریاست د مؤظفینو له لوري د یوه کرولا ډوله موټر سره چې پکې تخریبي او چاؤدیدونکې ټوکې بار وه ونیول شول، په یاد موټر کې دوه حلقي د پرسونل ضد ماینونه، ۳۰ کیلو ګرامه چاؤدیدونکې ټوکې، ۱۰ عدده ریموټ کنټرول او نور ډول ډول تخریبي ټوکي چې په ټروریستي اعمالو کې ترینه ګټه اخیستل کیده د ملي امنیت ځواکونو ته په لاس ورغلي.
د لمړنیو څیړنو پر بنسټ د پورته ذکر شویؤ ټوکو نه د هیواد دښمنانو د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ (د زمري ۲۸ مه) ګټه اخیسته تر څو پرینږدي چې د ارزګان غیور او حریت پاله ملت خپل تاریخي ویاړ او د خپلواکۍ ورځ ولمانځي خو د ملي امنیت د ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې د هیواد د دښمنانو دا دسیسه شنډه او خنثي شوه، دا پیښه په داسي حال کې رامنځته کیږي چې د تیري یکشنبي ورځ مازیګر د ۴ بجو پر مهال هم یو تن برید ګر د مرکز ترینکوټ پوري اړوند د مهر آباد په سیمه کې د ملي امنیت د مؤظفینو لخوا د څو حلقي ماین، ریموټ کنټرول او د انتحاري واسکټ سره نیول شوي وه.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند