تیره شپه د ۲ بجو پر شاوخوا د ترینکوټ- کندهار د لاري په اوږدو کې د ملي پولیسو د ګرنیګو پر تاڼي د وسلوالو مخالفینو له لوري برید شوي، جګړي دوه ساعته دوام درلود، د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۵  تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او جسدونه ئي په سیمه کې پاتې دي، خو په پیښه کې پولیسو ته کوم زیان ندي رسیدلۍ.                                                                                                                         

د یو بل خبر له مخي پرون مازیګر ناوخته د مرکز ترینکوټ پوري اړوند (سرتور بابا) په سیمه کې دوه تنه ملکې وګړي (یو نارینه یو ښځینه) د ماین چاودني له آمله ټپیان شويدي.                                                                                                                   

پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوي غوښتل په موټر سایکل باندي مرکز ترینکوټ ته سفر وکړي چې د لاري په اوږدو کې د سرتور بابا په سیمه کې پر سړک د یو پُلچک لاندي د ځاي پرځاي ماین ښکار شول، د پیښي په اړه د پولیسو لخوا پلټني رواني دي تر څو ئي عاملین وپیژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.                                                                                                                         

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت مقام ویاند او د عامه آړیکو مسؤل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *