په هغه غونډه کې چې په همدي مؤخه نن د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د (ای سی ټی ډی) په ولایتي دفتر کې جوړه شوي وه ۲۴ تنو قابله ګانو د ۳ میاشتنیو طبي زده کړو وروسته خپل بریکلیکونه ترلاسه او ټولني ته د خدمت په مؤخه وړاندي شول.                                    

په غونډه کې د ارزګان ولایت د مرستیال والي انجینر شیر بادشاه (ارګوني)، عامي غتیا رئیس ډاکټر خان آغا میاخیل، د ای سی ټی ډی، سیف دی چلډرن، ای ایچ ډی اس، د مرکزي او ولایتي دفترونو استازي او یو شمیر نورو چارواکو هم ګډؤن درلود.                                  

په یاده غونډه کې د ارزګان ولایت مرستیال والي په خپله وینا کې د ذکر شویو قابله ګانو په فراغت خوښي څرګنده کړه او د اړونده ادارو او استادانو نه ئي پدي برخه کې د هغوي د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو مننه وکړه او اړونده ادارو ته ئي د هغوي په جذب کې لازمي سپارښتني وکړي، هغه په خپلو خبرو کې د فارغ شویو قابله ګانو نه وغوښتل چې خپلو اړمنو هیوادوالو ته د ترلاسه شويو زده کړو او طبي اُصولو په رڼا کې ریښتینۍ خدمت وکړي ترڅو په ارزګان ولایت  کې د دوي د هڅو او خدمتونو په نتیجه کې د مور او ماشوم د مړیني کچه د امکان تر بریده راښکته شي.                 

د یو شمیر نورو ویناوالو تر څنګ  د عامي روغتیا رئیس ډاکټر خان آغا میاخیل هم خبري وکړي او ګډون والو ته ئي هر اړخیز مالومات وړاندي کړ، هغه زیاته ئي کړه چې په دی ولایت کې د قابله ګانو د فراغت  دا څلورمه دوره ده چې په بریالیتوب سره پاي ته رسیږي او په دغه ۴ دورو کې مونږ پدي وتوانیدو چې ۷۶ قابله ګانې فارغ او ټولني ته ئي د خدمت په مؤخه وړاندي کړو چې پدي سره به  د ولایت په کچه زمونږ ټول مرکزي او سیمه ایز روغتیائي کلینکونه په مسلکي قابله ګانو سمبال شي کوم چې په سویلي زون کې ئي ساری نه لیدل کیږي. د دي پروګرام مالي ملاتړ د ارزګان ولایت د سیف دی چیلډرن مؤسسي ولایتي دفتر او د تخنیکې برخي ملاتړ ئي ( ای سی ټی ډی) مؤسسي کړي وه چې په راتلونکي کې به هم خپلو ورته خدماتو ته دوام ورکړي.                                                                                                                               

د غونډي په پاي کې په فارغه شویو قابله ګانو باندي بریلیکونه، ډالۍ، او هر یوه ته د ۸۰۰۰۰  اتیا زره افغانیو په ارزښت د طبي لوازمو یوه مجهزه غوټه (ټول کیټ) چې پکې اړین او عصري ډول ډول طبي وسایل موجود وه ورکول شول او غونډه په دعا سره پاي ته ورسیده.                        

دوست محمد نایاب

د ارزګان  ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *