تیره شپه د دهراود ولسوالۍ د عمرانزو د کلي پر ملک شاه ولي خان د وسلواو مخالفینو لخوا پداسي حال کې برید شوي چې نوموړي ملک د کلي په مسجد کې د جمعي سره د تراویح لمونځ اداء کاوه، په برید کې یواځي  ملک شاه ولي خان  ټپي او وروسته روغتون ته لیږدول شوي چې اوسمهال تر درملني لاندي دي او د روغتون ډاکټرانو ئي وضعیت ښه بللۍ، په پیښه کې بل چاته زیان نه دي اوښتي، د یادونۍ ده چې وسلوالو مخالفینو د مخامخ جګړي توان کاملاً د لاسه ورکړي او پدي وروستیو کې ئي خپلو غلچکې بریدونو ته زور ورکړي چې ډیرۍ وختونه ئي ملکې وګړي په نښه کړي وي.

د یو بل خبر له مخې  پرون د دهراود ولسوالۍ پوري اړوند لونډیانه سیمه کې دوه تنه (یو نارینه یو ښځینه) هغه مهال وژل شوي چې غوښتل ئي د موټر سایکل پوسیله چاودیدونکې ټوکې د یو ځاي څخه بل ځاي ته ولیږدوي چې د لاري په اوږدو کې پر سړک د یو جمپ له آمله چاودیدونکو ټوکو چاودنه کړي چې له آمله پر موټر سایکل باندي دواړه تنه هم مهاله وژل شوي.

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت مقام ویاند او د عامه آړیکو مسؤل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *