د ارزګان ولایت شهید حساس ولسوالۍ پوري اړوند سراب سیمه کې تیره ورځ د ۳ بجو پر مهال پر یو ملکي بایفور ډوله موټر د سړک غاړي ماین چاؤدنه شوي چې له آمله ئي یو پولیس او دوه تنه ملکیان په شهادت رسیدلي، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوي غوښتل د شاه جوي کلي ته سفر وکړي چې د لاري په اوږدو کې پري ماین چاؤدنه وشوه.

د یو بل خبر له مخي د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ پوري اړوند متک خان لیسي ته څیرمه د وسلوالو مخالفینو لخوا یو ملکې وګړۍ په ډزو وژل شوي، د یادؤنۍ ده چې په دي ورستیو کې طالب جنګیاليو د ملکې وګړو پر وژنه لاس پوري کړي ترڅو له دي لاري نه په ټولنه کې وحشت او ویره خپره کړي.

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت مقام د عامه اړیکو او رسنیؤ دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *