محمدصادق رښتینی – لومړۍ پیښه دوشنبه مازیګر ناوخته په مرکز ترینکوټ کي وسوه او پر یوه بایسکل د تړل سوو چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله د۹ ملیکانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان سول
د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وویل چي په چاودنه کي ټپیان سوي کسان روغتون ته انتقال سوي
دغه راز تر دې وروسته په خاص اروزګان ولسوالي کي دملي اردو قرارګاه ته نږدې دیوه ښخ سوي ماین دچاودنې په نتیجه کي درې د ملي اردو سرتیري او درې پولیس ووژل سوه او دوه دملي اردو سرتیري او یو پولیس ټپیان سول
په اروزګان کي دملي اردو د څلورومي لیوا قومندان محمد رسول کندهاري د دغه پیښي په تاید سره وویل چي چاودنه دښخ سوي ماین د خنثا کیدو پرمهال رامنځ ته سوي
تر اوسه ددغه حملو مسوولیت کومي وسلوالي ډلې په غاړه نه دي اخیستي