تاند- په ارزګان ولایت کې نن یوه ځان وژونکي برید د ملکیانو په ګډون دولس کسان ووژل او پنځه نور يې ټپیان کړل.
د ارزګان د والی ویاند عبدالله همت رسنیو ته وویل چې غرمه مهال یوه ځان وژونکي د ملي پولیسو د عملیاتي کنډک په ودانۍ کې ځان والوزاوه.
د ارزګان د والي ویندوی وايي چې د برید د څرنګوالي په اړه تحقیقات روان دي. د یوه بل خبر له مخې په ارزګان کې د ماین په چاودنې کې دوه ملکیان ووژل شول.
د ارزګان د والي ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوه تنه کوچیان د چورې ولسوالۍ په کوتل سیمه کې له خپلو رمو سره پلي روان وو، چې د طالبانو له خوا اېښودل شوی ماین پرې وچاودېد.
د یوبل خبر له مخې د کندهار په سپين بولدک ولسوالی کې يوې ځان وژونکې حملې نن دوه کسان ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.
کندهار
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې یوه ځان وژونکی نن سهار په سپين بولدک کې له پاکستان سره پر پوله د تلاشۍ په پوسته کې خپل ځان والوزاوه.
جنرال رازق وايي، په پیښه کې یو سرحدی پولیس او یو ملکي وژل شوي او دوه سرحدی پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د دې حملو مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
غزني
د غزني چارواکي وايي تېره شپه د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د سيمه ايزو پوليسو او وسله والو طالبانو په نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیرخواه وویل چې له سیمه ایزو پولیسو سره د طالبانو نښتې څو ساعته دوام وکړ او په پای کې یې يوولس طالبان ووژل شول خو سیمه ایزو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی. خیرخواه وايي، په وژل شویو کې څلور پاکستانیان او پاتې یې افغانان دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله کمه ښيي، وايي چې سیمه ایزو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.