تاند- په جنګ ځپلي اروزګان کې تېره شپه د اختر د خوشالۍ لپاره په هوايي ډزو کې لږترلږه ۵ تنه ټپیان شول.

راپورونه وايي چې تېر ماښام د اختر د اعلان له اورېدو وروسته یو شمېر کسانو هوايي ډزې وکړې چې په مرمیو یې لږترلږه ۵ تنه په خپلو کورونو کې لګېدلي دي.

تراوسه پورې په هوايي ډزو د چا د مړینط راپور نه دی ترلاسه شوی.

په ترینکوټ کې د روغتون مسوولان وايي چې د شپې تر دوولس بجو پورې ۳ ماشومان او دوې ښځې وروړل شوي دي.

ډاکتران وايي چې دا پنځه کسه په مرمیو ژوبل شوي خو ژوند یې له خطر سره مخامخ نه دی.

په کابل او نورو ولایتونو کې امنیتي چارواکو له خلکو په کلکه غوښتي چې د اختر د خوشالۍ په پلمه هوايي ډزې ونه کړي.

پولیسو خبرداری ورکړی چې که چا ډزې وکړې وبه نیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *