تاند- افغان چارواکي وايي چې په اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي پوځیانو ترمنځ په یوه نښته کې ۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا پوځ تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی ډګرمن قیس منګل نن /چهارشنبه/ تایید کړه چې په اروزګان کې د امریکايي او افغان پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده. ده د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
منګل وايي، راپورونه شته چې وايي د سو تفاهم له کبله د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ شخړه شوې خو دا چې دقیقاً څه پېښ شوي دي کره معلومات لا نشته.
خو د اروزګان د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي وايي، امریکايي پوځیانو سهواً ترینکوټ ته نژدې پر افغان ځواکونو هوايي برید وکړ، ورپسې نښته وشوه چې په نتیجه کې یې ۵ افغان ځواکونه ووژل شول.
ده همداراز ویلي چې ۱۰ تنه نور افغان ځواکونه ژوبل شوي دي.