تاند- په اروزګان ولایت کې افغان چارواکي وايي، د دغه ولایت له مرکز ترینکوټه دباندې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۸ افغان پولیس وژل شوي دي.
د اروزګان د زخیره پولیسو قوماندان رحیم الله خان نن /دوشنبه/ وویل، په هغه هوايي حمله کې، چې تېره شپه وشوه، لږترلږه ۸ پولیس وژل شوي دي.
د اروزګان مرستیال امنیه قوماندان محمد قوي عمري بیا د وژل شویو پولیسو شمېر ۶ تنه وباله.
په کابل کې د امریکا پوځ تایید کړه چې الوتکو یې په اروزګان کې هوايي بریدونه کړي، خو ویې ویل چې الوتکو پر هغو کسانو برید کړی چې ډزې یې کولې او افغان امنیتي ځواکونه یې تهدیدول.
افغان امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې په اړه له ايتلافي ځواکونو سره یو ځای تحقیقات کوي.
د روان سپټمبر په لومړیو کې وسله وال طالبان د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ډېرو برخو ته ننوتل خو بېرته په شا وتمبول شول.