د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

په اروزګان ولایت کې له یو نیم کال را پدیخوا د عامه ټولګټو ګڼې پروژې پلې شوې دي.

اروزګان والي امیرمحمد آخندزاده وایې له کله چې نوموړی په دغه ولایت کې د والي په توګه ټاکل شوی د دغه ولایت په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ ترڅنک ګڼې د عامه ټولګټو پروژې پلې شوې دي چې د خلکو په ژوندانه یې خورا مثبته اغیزه کړې ده.

آخندزاده په یادو پروژو کې د ترینکوټ د ښار داخلي سړکونو، له مرکز څخه تر دهراود ولسوالۍ پورې شل کیلو متره سړک، له ښار څخه ترهوایې ډګره پورې سړک دغه راز له چورې ولسوالۍ څخه د چنارتو ولسوالۍ په لوري د لس کیلو متره سړک ، له ښار څخه د هوایې ډګر پرلوري د سړک قیرکول، د یو ویشتو ریاستونو لپاره کاري ودانیو،په نړیواله کچه د هوایې ترمینل جوړیدل په لسګونو د اوبو کانالونه، لوی لوی پلونه او د میخانیکې لیسې لپاره د پنځو ودانیو جوړیدل یې د بیلګې په توګه یاد کړل.

اروزګان والي وویل د بیارغونې دغه چارو نه یوازې داچې د خلکو په ژوندانه یې مثبته اغیزه کړې بلکې د امنیت په تامینولو کې رغنده رول لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د بیارغونې د پروژو د پلې کولو په موخه یې د خپل اداري ټیم په ملتیا پراختیایي پلان جوړ او له مخې یې د یادو پروژو په پلې کولو کې ډیرې هلې ځلې کړې دي چې په څوڅو ځله یې د یادو پروژو لپاره د کابینې له غړو اوآن له جمهور رییس سره لیدلې او د مرستو غوښتنه یې کړې ده ترڅو په دې توانیدلی چې یادو پروژو ته بودجه پیدا او یادې پروژې په دې ولایت کې پلې کړي.

د یادونې وړ ده چې په اروزګان ولایت کې له دوه کاله وړاندې د بیارغونې په برخه کې هیڅ راز کار نه وو شوی چې خلک یې له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان وو خو دامهال د بیارغونې ګړندي پرمختګ د خلکو د ژوندانه په چارو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *