تاند- د اروزګان په چورې ولسوالي کې د طالبانو په خپلمنځي نښتو کې لږترلږه دوه طالبان وژل شوي دي.
د اروزګان چارواکي تاییدوي چې د دې ولایت د چورې ولسوالي په ګلزار سیمه کې د طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
دوی په دې اړه څه نه دي ویلي چې دواړه ښکېلې خواوې د ملا هیبة الله د ډلې دي او که یو لوری د ملا رسول په ډلې پورې تړاو لري.
د افغانستان په نورو برخو کې په ځلونو د ملا رسول او ملا هیبة الله د ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.
د مې په څوارلسمه طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته نژدې د رباط په سیمه کې سخته نښته وشوه او د دواړو خواوو لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول.
د طالبانو د ملا رسول او ملا هیبة الله د ډلو ترمنځ د افغانستان په لوېدیځ کې هم په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.
همداراز د مې په پنځلسمه په غور ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ سختې نښتې وشوې.
د اروزګان ولایت په چورې ولسوالي کې د طالبانو ترمنځ د وروستۍ نښتې د علت په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
طالبان هم د معمول په شان د خپل منځي نښتو په اړه څه نه وايي.