د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د روغتیا په برخه کې د نرسانواو قابلوروزنه د مور او ماشوم د مړینې په کچه د پام وړ کموالی رامنځ ته کوي.
که څه هم په اروزګان ولایت کې دلیرو پرتو ولسوالیو او سیمو خلک له لومړنیو روغتیایي خدمتونو څخه برخمن دي خو له دې سره سره ځینې ستونزې په یادو سیمو کې شتون لري، دبیلګې په توګه په لروپرستو سیمو کې د نرسانو او قابلو د نشتوالي له کبله یو شمیر میندې د زیږون پرمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي آن داچې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، د عامې روغتیا ریاست د یادې ستونزې د حل په موخه دامهال د a.c.t.d مرستندویه ټولنې په مرسته ۵۰ تنه قابلو او ۲۶ نرسانو ته دوه کلنې زده کړې پیل کړې دي.
د عامې روغتیا رییس خان آغا میاخیل وایې چې د یادو قابلو او نرسانو په روزلو سره به د د زیږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې د پام وړ کمی رامنځ ته شي.
نوموړي زیاته کړه یادې قابلې او نرسانې د ترینکوټ د مرکز په ګډون له یو شمیر ولسوالیو څخه راغلې او په زده کړه بوخت دي چې له دوه کلو زده کړو وروسته به د عامې روغتیا وزارت له لوري د قابلګي او نرسنګ په برخه کې د دوو کلونو زده کړو رسمي سند ورکول کیږي، چې وروسته به خپلو سیمو ته ځي او هلته به په روغتیایي مرکزونو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې د اروزګان ولایت مرکزي روغتون د متخصصو ډاکټرانو په درلودلو سره توانیدلی ترڅو خلکو ته وړ روغتیایي خدمات وړاندې کړي خو د ټول ولایت په کچه یوازې یو روغتون نشي کولای د ناروغانو لپاره بسنه وکړي.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند