تاند- په اروزګان کې امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې د طالبانو وروستۍ حملې له دې سره سره ناکامې کړي چې له کوټې څخه د دې ډلې مشر د جګړې مشرۍ ته راغلی دی.
وسله والو طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د اروزګان پر چورې او خاص اروزګان ولسوالیو سختې حملې کړي چې په لړ کې یې په لسګونو پولیس او د ملي اردو سرتېري وژلي یا ټپیان کړي دي.
په اروزګان کې نن /شنبه/ د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان ادعا وکړه چې د دغو جګړو د قوماندې لپاره د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده له کوټې څخه راغلی څو خپلو کسانو ته په جګړه کې روحیه ورکړي.
دوی په عین حال کې وايي چې د ملا هیبة الله له راتګ سره سره طالبان نه دي توانېدلي چې د خاص اروزګان او چورې ولسوالیو مرکزونه ونیسي.
پر دواړو ولسوالیو د طالبانو حملې له یوې اوونۍ راهیسې دوام لري.
د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن په ترینکوټ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې چوره او خاص اروزګان، چې د طالبانو لاس ته د لوېدو له خطر سره مخامخ وې، ژغورل شوي او طالبانو په دواړو جبهو کې ماته کړې ده.
ډګروال قیمتي وویل چې یوازې په خاص اروزګان کې تر۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ده په چورې کې د طالبانو مرګ ژوبلې شاوخوا ۵۰ تنه وبللې.
ډګروال قیمتي همداراز ادعا وکړه چې معلومات یې ترلاسه کړي چې خاص اروزګان ته د طالبانو مشر ملا هیبة الله او د ملاعمر زوی ملا یعقوب هم راغلي وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو څو ورځو کې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې محاصره شویو سرتېرو رسنیو ته ویلي و چې تر سخت فشار لاندې دي، شاوخوا ۶۰ تنه یې وژل شوي یا بې درکه شوي او که ژر کومک ورونه رسېږي ممکن درسته ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.