د روزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د نموکوک واکسین د پلې کیدو بهیرپیل شو دغه واکسین د ۱۳ بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي سبب ګرځي.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د روزګان ولایت د والي لوري د نموکوک واکسین په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس حامد کرزي پیغام ولوستل شو،په پیغام کې سینه بغل ناروغي د ماشومانو لپاره وژونکې ناروغي بلل شوې او له کورنیو څخه غوښتنه شوې وه ترڅو خپل له یو کال څخه کم عمر لرونکي ماشومان نژدې روغتیايي مرکزونو ته ولیږي او د نموکوک واکسین پرې تطبیق کړي.
د نموکوک ناروغي هغه ناروغي ده چې د نموکوک باکتریا په واسطه رامنځ ته او په کوچینیو ماشومانو کې د سینه بغل او دغوږ د منځنۍ برخې د مکروبي کیدو او یو شمیر نورو نارغیو لامل ګرځي.
روزګان والي امیرمحمد آخندزاده د خبرو پرمهال وویل چې روغتیايي کار کوونکي باید هلې ځلې وکړي ترڅو په لیرو پرتو سیمو کې هم یاد واکسین په سمه توګه تطبیق کړي،آخندزاده څه موده وړاندې د نامعلومو وسله والو لخوا په چورې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د تطبیق مسؤل او مرستیال وژنه په کلکو ټکو وغندله او دا کار یې د انسایت او بشریت ضد کار وباله.
د روزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وایې چې یاد واکسین په د روغتیايي مرکزونو او دوو نورو ګرځنده ټیمونو لخوا د ټول ولایت په کچه تطبیق شي.
د یادونې وړ ده چې هر کال په نړۍ کې ۱،۶ یو اعشاریه شپږ میلیونه خلک د نموکوک ناروغیو له کبله مړه کیږي چې ډیری یې د افغانستان په څیر د مخ پرودې هیوادونو کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند