د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کی دیو کورنی څلورو کسانو ته په بمی چاودنه کی مرګ ژوبله واوښته .
نن ماپښین شاوخوا ۲:۰۰ دارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند دکمپنی په سیمه کی هغه مهال دیو کورنی څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واښته. دوی غوښتل چې خپل د بوټو ټال ته ولاړ سی دسړک دغاړی په ښخ سوی ماین یی موتر وربرابر سو چې یوانجلی ټپی او دری کسان په شهادت رسیدلی دی .
ټپی سوی انجلی او دپاته دریو کسانو جسدونه دپولیسو دلوری ددی ولایت ولایتی روغتون ته وړل سوی دی په دی پیښه کی موتر هم په بشپړ توګه له منځه تللی دی او پکښی بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .
دارزګان ولایت دمطبوعاتی دفتر لخوا