د اروزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

 ارزګان یوازینی ولایت دی چې هیڅ تصویري ،چاپې رسنۍ پکې نشته. غږیزې رسنۍ هم د نمونې په توګه پکې فعالیت کوي خو د مطبوعاتو د پیاوړتیا لپاره د ارزګان ولایت رهبرۍ د هلوځلو په پایله کې دا دی د ارزګا ن ولایت د حکومتولۍ او پراختیا مهالنۍ خپرونې دوهمه ګڼه هم له چاپه را ووته،په یاده خپرونه کې د ارزګان ولایت اړوند هراړخیز لکه اقتصادي، پرمختیایي، بیارغونې، پوهنې،امنیت،روغتیا او سیمه ایزو حالاتو په اړه معلومات ځای پرځای شوي دي.

قدرمن فرهنګپالان ، دادب مینه وال او درانه لوستونکي کولای سي د یادې خپرونې په لوستلو سره د ارزګان ولایت په هکله هراړخیزمعلومات ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د ارزګان والي امیرمحمد آخندزاده هڅه کوي په دغه ولایت کې فرهنګي چارو، مدني ټولنو او دځوانانو ټولنوته وده ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ