د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
نن غرمه دوولس نیمې بجې د اروزګان ولایت دملي پولیسو په ریزرف عملیاتي کنډک کې د ځانمرګې برید له امله ۱۲ تنه شهیدان او پنځه نور ټپیان شول.
ځانمرګۍ برید نن دولس نیمې بجې په ریزرف عملیاتي کنډک کې هغه مهال رامنځ ته شو چې د یاد کنډک سرتیري د ډوډی خوړلو پرمهال وو، د برید په پایله کې ۱۲ تنه چې افسران،ساتنمنان او څو تنه ملکي کسان پکې شامل دي په شهادت رسیدلي او پنځه تنه نور ټپیان دي، ټپیان دامهال په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی، تراوسه څرګنده نده چې ځانمرګی برید کوونکی څنګه توانیدلای چې ځان د یاد کنډک د ډوډی خوړلو خونې ته ورسوي په دې اړه څیړنې روانې دي.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند