د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

په اروزګان ولایت کې به   ۱۶۵۰۰۰یوسلوپنځه شپيته زره تنه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزن ضد واکسین تطیبق شي.

په داسې حال کې چې د پولیو یا ګوزن ضد واکسین د اروزګان مرستیال والي لخوا د ماشوم په خوله کې د واکسین په څڅولو پیل شول نوموړي د خبریالانو په وړاندې وویل چې د واکسین  په دې دور کې به د ۱۲۶۲  یو زرودوه سوه دوه شپیته تنو رضاکارانو له لوري د ارزوګان په شپږو ولسوالیو کې واکسین تطبیق شي.

دغه راز اروزګان مرستیال والي انجینر شیر پادشاه ارګوني څو ورځې وړاندې د چورې ولسوالۍ په خوش قدیر سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا د یادې ولسوالۍ د پولیو واکسین مسؤل او مرستیال په ډیره بې رحمانه توګه په شهادت ورسول په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې دوی امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې ترڅو د پیښې اصلي عاملین په ګوته او په سخته سزا ورسول شي.

نوموړي دغه راز د پولیو واکسین په ارزښت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل ترڅو د خپلو بچیانو روغتیا ته توجه وکړي اوله پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي او له رضاکارانو سره په خپلو سیمو کې پوره مرسته وکړي.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *