تاند- په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

د دهراوت امنیه قوماندان محمد نبي نیاز نن /چهارشنبه/ وویل، جګړه تېره شپه د یوې مهمې لارې د پرانستلو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې ونښته.

ده وویل چې طالبانو د دهرات ولسوالي او د ولایت د مرکز ترینکوټ ترمنځ لار ۴ ورځې بنده کړې وه.

د دهرات امنیه قوماندان وویل چې په جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

په وروستیو کې طالبانو په اروزګان ولایت کې، چې د هلمند ګاونډی دی، حملې زیاتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *