تاند- په اروزګان کې څلورو پولیسو له خپلو ملګرو سره غداري وکړه او نهه تنه یې ووژل.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب رسنیو ته وویل چې امنیتي ادارې په غدارو پولیسو پسي ګرځي.

د نایاب په وینا غدار پولیسو د یکشنبې په ماښام په پوسته کې خپل ملګري ووژل او په خپله وتښتېدل.

ده زیاته کړه، داسي ښکاري چې د غدارو پولیسو شمېر به څلور تنه وي ځکه چې څلور تنه بې درکه شوي دي.

د نایاب په وینا غدارو پولیسو د پوستې وسلې او مهمات هم غلا کړي دي.

روانه اوونۍ په کندهار کې هم یوه پولیس له خپلو ملګرو سره خیانت وکړ او لږترلږه څلور پولیس یې ووژل.

دا ډول بریدونه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې خورا زیات ول خو په وروستیو دوو کلونو کې لږ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *